د ايران د بهرنيو چارو وزير پر بريټانيا، فرانسې او جرمني نيوکه وکړه چې د ايران د اټومي موافقه ليک په ساتلو کې مرسته نه ده کړې
cri2021-01-19 10:13:30
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د جنورۍ په ۱۷مه نېټه وويل چې بريټانيا ، فرانسې او جرمني د ايران د اټومي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون په خوندي کولو کې ونډه نه ده اخيستې. ظريف په همدې ورځ په ټولنيزې رسنيۍکې ليکلي چې بريټانيا ، فرانسه او جرمني د امريکا د ماليې وزارت په خوښه ، د ياد تړون په ساتلو کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

   د ايران مرکزي بانک په همدې ورځ په خپله رسمي ويبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له ايران سره د سوداګرۍ لپاره د بريټانيا ، فرانسې او جرمني لخوا تاسيس شوي د سوداګريزو معاملو وسيله کار نه کوي او عمده  لامل يې دا دی چې اړوند اروپايي هېوادونه د خپلواک اقتصادي ځواک په کارولو کې زړورتوب نه لري.

(ليلا)