د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصاد احيا هڅولې
CRI2021-01-19 15:32:17
شريکول:

تېر کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۰۱ زره او ۶ سوه ميليارډه يوانو ته رسيدلی چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله دوه اعشاريه درې سلنه زيات شوی دی. دغه شمېره د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د چين حکومت له خوا د دغه هېواد د ۲۰۲۰ کال په اقتصادي راپور کې راغلې ده او د زياتو بهرنيو خبري رسنيو له خوا له اټکل وتلی برياليتوب بلل کيږي.

له دغو ستونزو سره سره چې کرونا وبا په نړۍ کې خپره شوې او د نړيوال اقتصاد ټيټوالی رامنځته شوی، د چين اقتصاد د ثابتې احيا په حال کې دی او د اټکل له مخې به چين يوازېنی اقتصادي طاقت وي چې په اقتصادي وده کې زياتوالی وکړي. دا کار د ډېرو کوښښونو نتيجه ده او د ګردې نړۍ لپاره ډېر ارزښت لري. بلومبرګ اژانس وايي، چې د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصاد له احيا سره د مرستو رول لوبوي.

تېر کال چين د کرونا وبا د کنترول، د کارونو او توليدي چارو د بيا پيل او د اقتصادي ودې په شمول په دريو برخو کې تر نورو ټولو هېوادونو مخکې شوی دی. د چين اقتصادي اندازه د تېر کال په لومړۍ ربعه کې ټيټه شوې، خو بيا په وروستيو دريو ربعو کې اعاده شوې چې په تيره بيا په څلورمه ربعه کې د اقتصادي زياتوالي انډول شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته رسېدلی چې دا رقم د ۲۰۱۹ کال په پرتله صفر اعشاريه اوه سلنه زياتوالی ښيي.  تېر کال د دغه هېواد په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام شويو کسانو شمېر ۱۱ ميليونه او ۸۶۰ زره  تنو ته رسيدلی چې له ټاکلې موخې نه لوړ دی؛ د مصرفي بيو شاخص له ټاکلې موخې څخه ټيټ و؛ د اوسېدونکو د عايداتو زياتوالی له اقتصادي زياتوالي سره برابر و؛ د بهرنۍ سوداګرۍ او بهرنيو پانګو په برخو کې زياتوالی رامنځته شوی دی. له دغو شمېرو څخه ښکاريږي چې د چين حکومت په کاري راپور کې د عمومي اقتصاد د کنترول په اړه موخې بشپړې شوې دي او نتيجې يې د اټکل په پرتله لا ښې دي. په تيره بيا چين د ستونزو په ليرې کولو سره د مطلقې بېوزلۍ حالت له منځه وړی دی.

د يادونې وړ خبر دا دی چې که څه هم چين د کرونا وبا له حملې سره مخامخ دی، د چين نوې صنايع، نوي صنعتي شکلونه او نوي توليدات د چټک پرمختګ په حال کې دی. تېر کال د درېيم صنعت زياتوالی د هېواد د کورنيو توليداتو په ارزښت  کې څلور پنځوس اعشاريه پنځه سلنه برخه نيولې چې دا رقم د ۲۰۱۹ کال په پرتله صفر اعشاريه دوه فيصده زيات شوی.  د لوړې تکنالوژ ۍ د صنعتي چارو او د ټولنې په برخو کې پانګونې دواړه د وړم کال په پرتله ۱۰سلنه زياتې شوې. دا څرګنديږي چې په چين کې د اړتياوو جوړښت د بدلون په حال کې دی.

ولې د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي پر وړاندې د چين اقتصاد دوه اعشاريه درې سلنه زياتوالی رامنځته شوی دی؟ دا کار د هېواد د بازار له وړتياوو او نوښت څخه نه شي جلا کيدای.  يو ډېر لوی مصرفي بازار چې نفوس يې يو ميليارډ او ۴۰۰ مليونه  دی، د خطرونو د ليرې کولو په برخه کې د چين غوره والی بلل کيږي. تېر کال په چين کې د انټرنيټي شبکې له لارې د پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت ۱۱ زره، ۷ سوه اوشپيته   ميليارډو يوانو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله لس اعشاريه نهه سلنه زيات شوی. ديجټلي اقتصاد چټک پرمختګ کړی او د چين د لګښتونو په احيا کې يې ګټور رول لوبولی دی. د دې تر څنګ د چين حکومت د اوسېدونکو د کارونو، د خلکو د ژوند او د تصديو د تأمينولو په برخو کې يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي دي.

د نړيوال کېدو په حال کې هيڅوک په يوازې توګه ټولې ننګونې او ستونزې نه شي ليرې او حل کولی. چين د ياد ټکي په ارزښت باندې ښه پوه شوی او نړۍ ته يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د ګډو ګټو د تر لاسه کولو ګټور او معقول پېشنهاد وړاندې کړی دی. تېر کال د چين د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت او له بهرنيو پانګو څخه د استفادې په دواړو برخو کې زياتوالی راغلی دی؛ د وارداتي او صادراتي توکو عمومي ارزښت د وړم کال په پرتله يو اعشاريه نهه سلنه زيات شوی او په لومړيو يوولسو مياشتو کې له بهرنيو پانګو څخه د استفادې په اندازه کې شپږ اعشاريه درې سلنه زياتوالی راغلی. د چين د خپلو اغېزمنو تدبيرونو له لارې د کرونا وبا په موده کې د نړيوالو اړوندې اړتياوې پوره کړې، د نړۍ صنعتي ځنځير او د عرضې ځنځير ته يې ثبات ورکړی او د نړيوال اقتصاد احيا يې هڅولې ده.