کوويډ-۱۹ ويروس لاهم په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی، خو هممهاله اوس په ډېرو هېوادونو کې د دې ويروس ضد واکسین د تطبيق لړۍ هم پيل شوې ده.
د برازيل د روغتیا وزارت د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه په دغه هېواد کې د واکسین د تطبيق لړۍ د پيلېدو اعلان وکړ. د دغه هېواد د روغتيا نظارتي ادارې د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه د چين د کوراناواک (CoranaVac) په نوم د کوويډ-۱۹ضد واکسين ته د بېړنۍ کارونې اجازه وکړې ده، په دغه هېواد کې ځينو کسانو د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه همدغه واکسين کړی دی.
په روسيه کې هم د واکسين د عامه تطبيق لړۍ د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه پيل شوې او سپوتنيک وي ( SPUTNIK V) اوايپيواک کورونا (EpiVacCorona) واکسينونه پکې په وړيا توګه خلکو ته تزريق کيږي.
اوکراين خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې به د واکسين د تطبيق لړۍ په فبرورۍ کې پيل شي.
ازبکستان ويلي، چې دغه هېواد ته به د امريکا د فيزر شرکت او د جرمني د بيونتيچ شرکت جوړ سل زره دوزه واکسین ورسيږي.
د بريتانيې حکومت د جنورۍ په ۱۸ مه نېټه خبر ورکړ، چې د روانې مياشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې په دغه هېواد کې کابو ۴۰۰ زرو کسانو ته د واکسین لومړی دوز ورکړل شوی دی.