د چين د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا پر هغو چارواکو به بنديزونه ولګوي کوم چې په هانکانګ او تايوان اړوندو مسئلو کې ناوړه کړنې کړی
cri2021-01-19 10:25:26
شريکول:

امريکا په دې وروستيو کې اعلان کړی چې د چين د مرکزي حکومت او هانکانګ خاصې اداري سيمې حکومت پر ۶ چارواکو به بنديزونه ولګوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جنورۍ په ۱۸مه وويل چې چين پرېکړه کړې د امريکا د اجرائيوي څانګې پر چارواکو ، د کانګرس پر چارواکو ، د غير حکومتي سازمان پر کارمندانو او د دوی د کورنۍ پر غړو باندې بنديزونه ولګوي کوم چې په هانکانګ پورې اړوندو مسئلو کې يې ناوړه کړنې ترسره کړې او عمده مسؤليت لري. 

وياندې هوا په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې د امريکا اړوندې کړنې په ښکاره ډول د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه ده ، د چين داخلي چارو او د چين قضايي حاکميت کې مداخله کوي او د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سخته سرغړونه کوي. چين له دې سره ټينګ مخالفت او سخته غنده يې کوي.

(ليلا)