د چين ميډيا ګروپ د عامه کلتوري خپرونو ځينې اډې بشپړې شوې
cri2021-01-19 10:22:37
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين ميډيا ګروپ او د بېجينګ د من تو ګو سيمې د حکومت لخوا جوړه شوې د عامه کلتوري خپرونو ځينو اډو د پرانيستلو مراسم د جنورۍ په ۱۸مه نېټه تر سره شول.د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د تبليغاتو څانګې معاون او د چين د مډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په دې مراسمو کې ګډون درلود او اډې ته يې د تحفې په توګه د آډيو او ويډيو تجهيزات او د کتابونو آډيو ليد محصولات ورکړل. د من تو ګو سيمې مسؤلينو ،د چين د مډيا ګروپ اړوندو مشرانو او  چارواکو په دې مراسمو کې برخه اخيستې وه.

(ليلا)