تېر کال د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډو د تګ راتګ  شمېر په لومړي ځل له لسو زرو څخه اوښتی دی
cri2021-01-19 17:12:20
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې د جنوري په ۱۹مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې تېر کال د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډو د تګ راتګ شمېر په لومړي ځل له لسو زرو څخه اوښتی دی.

د يادې کميټې سرمنشي جاو چن شين په همدې ورځ وويل چې تېر کال د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو د اورګاډو د تګ راتګ شمېر ۱۲۴۰۶ ته رسيدلی چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځوس زيات شوی دی. دا لومړی ځل دی چې دغه شمېر له لسو زرو څخه اوښتی دی او د ۲۰۱۶ کال په پرتله  اووه اعشاريه درې ځله زيات دي. هغه زياته کړه چې تېر کال د دغو پټليو په وسيله د ليږل شويو مالونو شمېر ۱ مليون ۱۳۵ زرو کانتينرونو ته رسیدلی دی. (غاټول)