په امريکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۲۴ ميليونو څخه اوښتی دی
cri2021-01-19 10:44:45
شريکول:

د امريکا د جان هاپکينز پوهنتون د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د تازه شمېرې په خپرېدو سره خبر ورکړ، چې په امريکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۲۴ ميليونو څخه اوښتی دی.

د ختيځې امريکا په وخت د جنورۍ د ۱۸مې نېټې د ماسپيښين په ۲ بجو ۲۱ دقيقو، په امريکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۴ ميليونه ۱۸ زره او ۷۹۳ ته رسېدلی او له دې امله د مړو شمېر ۳ لکه ۹۸ زره او ۳۰۷ دي. په امريکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په لومړې نېټه له ۲۰ ميليونو څخه اوښتی دی او يوازې په ۱۷ ورځو کې له ۲۰ ميليونو څخه ۲۴ ميليونو ته زيات شوی. (شکريه)