شينجیانګ به په راتلونکي کې لا ښکلی او سمسور شي
cri2021-03-25 16:39:55
شريکول:

۵۵ کلن جيانګ پينګ ان د چين سه چوان ولایت دی، هغه په شينجيانګ کې زېږېدلی او د ماشومتوب او ځوانۍ وختونه يې د شينجيانګ په ائيلي قزاقي کورواکې سيمې کې تېر کړي، نو هغه له دغه ځای سره ډېره ژوره مينه لري او تل يې د شينجيانګ د هوساينې او پرمختګ لپاره کوښښونه کړي او کوي يې. نوموړی اوس د شينجيانګ د زراعت پوهنتون مشر دی او هملته پر دندې بوخت دی.

جیانګ پينګ ان د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د درو دورو غړی پاتې شوی او له لسګونو کالونو راهيسې يې دغې کمېټې ته ډېر ګټور وړانديزونه کړي دي. هغه د کرهڼيزو چارو کارپوه دی او تل یې د زراعتي چارو د چاپېريال ساتلو او د کرهڼيزو توليدي چارو ښه والي ته پاملرنه کړې او د شنو دښتو د ايکولوژيکې چاپېريال د عادي ميکانيزم د جوړېدو، د زراعتي چارو لپاره د اړوندو ماشينونو صنعت د باکيفيته پرمختګ د هڅونې او د زراعتي توليداتو د ليږ راليږد لپاره د يخ ساتونکې تجهيزاتو جوړونې د پرمخبيولو په هکله يو لړ وړانديزونه کړي او د ځايي او مرکزي حکومت لخوا منل شوي دي.

نوموړي د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره په مرکه کې وويل، شينجيانګ په ۲۰۲۰ کال کې د سختې بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه عملي کړې او د دې سيمې په جنوبي برخه کې ګڼې ولسوالۍ له بېوزلۍ څخه وتلې دي او د ځاي وګړيو د ژوند سويه په څرګنده توګه لوړه شوې ده. هغه وويل، شينجيانګ بايد له بېوزلۍ څخه د تازه ايستل شويو کسانو د روزګار کارونه ښه ترتيب کړي، د مسلکي مهارتونو په برخه کې د دوي روزنه بايد پياوړې کړي او د ځانګړتيا او وړتيا لرونکو چارو پرمختګ بايد وهڅوي او د سختې بېوزلۍ د له منځه وړلو ښه پایله بايد وساتي.

ښاغلي جيانګ پينګ ان پر دې اند دی، چې شينجيانګ ځانګړي طبیعي شرايط او سرچينې لري، دلته د کرل شويو ميوو او سبزيو کيفيت د نورو سيمو په نسبت ډېر ښه دی، خو په دغې سيمه کې نيمګړتياوې هم موجودې دي، مثلا د ځايي توليدي چارو بنسټ یې کمزوری دی، د ځايي بزګرو د پوهې کچه ټيټه او د توليد او روزنې مهارتونه يې کمزوري دي. نوموړي وويل، چې شينجيانګ بايد له ټول هېواد سره يو ځای د کليوالو سيمو د سمسورتيا موخه ترسره کړي، نو بايد په ډېرو برخو کې کوښښونه او هڅې وکړي. مثلا د کرکيلې په برخه کې د دې سيمې د خلکو مهارتونه بايد لوړ او بشپړ شي، په زراعتي چارو کې يې تخنيکي خدمتونه بايد پياوړي او د کرهڼيزو چارو د توليد تخنيکي ملاتړ يې بايد پراخ شي، د زراعتي او مالدارۍ چارو د اړوندو مهارتونو روزنې يې بايد پياوړې او د بزګرانو کاري سويه يې بايد لوړه شي. نوموړي زياته کړه، شينجيانګ بايد د زراعتي چارو د بنسټيزو تاسيساتو جوړونه هم وهڅوي، لکه د لوړ معيار لرونکې کروندې ځمکې او د اوبو لګولو تجهيزات او داسې نور. برسيره پر دې، د شينجيانګ ځايي حکومت بايد د سوداګرۍ او معاملې چارې هم پرمخبوزي، څو له هرې خوا د بزګرانو عايدات لوړ شي.

جيانګ پينګ ان وويل، چين په ۲۰۱۵ کال کې د ترهګرۍ ضد قانون جوړ کړ او په شينجيانګ کې يې د قانوني ادارې لپاره ښه بنسټ کېښود. اوس د شينجيانګ ټولنيز چاپېريال ثابت دی او هلته له ۴ کلونو راهيسې هېڅ ترهګريزه پېښه نه ده شوې. په کليوالو سيمو کې د چاپېريال پاکولو کارونو تر عملي کېدو وروسته، اوس په شينجيانګ په تېره بيا د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د کليوالو سيمو چاپېريال ډېر پاک او ښکلی ښکاري، د ځايي اوسېدونکو بڼه هم د پخوا په نسبت ډېره بدله شوې، او د نيکمرغۍ ژوند د تر لاسه کولو لپاره د دوی هيلې ډېرې غوړېدلې دي.

جيانګ پينګ ان وويل، اوس د شينجيانګ د پرمختګ او ودې ډېر ښه وخت دی، شينجيانګ بايد د اوسني ښه فرصت په کارولو سره خپلې وړتياوې وکاروي او خپلې نيګړتياوې بايد پوره کړي، نو راتلونکی به يې خامخا ښکلی او روښانه وي.