د ووهان ښار د قرنطين د ختمېدو لومړۍ کليزه
cri2021-04-09 12:18:13
شريکول:

     د ۲۰۲۱ کال په پسرلۍ کې زموږ خبريال د چين په وو هان ښار کې وليدل چې د وګړيو ژوند پوره عادي شوی دی، ښکلي ګلان غوړېدلي او ډېر سيلانيان يې جلب کړي، په سوداګريزو واټونو کې ګڼې ګوڼې موجودې دي. بهرنيو رسنيو د وو هان ښار د عادي کېدو سرعت په اړه حيرانتيا څرګنده کړې ده.

 د ۲۰۲۰ کال د اپريل په ۸مه نېټه د ووهان ښار ۷۶ ورځنی قرانطين ختم شو او د اقتصاد او ټولنې د عادي کېدو ګامونه يې پيل شول. دا د يادولو وړ ده چې په ۲۰۲۰ کال کې وو هان ښار د کرونا وبا له منفي اغېزې سره سره، اقتصادي اندازه د چين د  لسو مخکښو ښارونو په لېست کې بيا شامل شوه، او د دې ښار د عمومي توليداتو  په ارزښت کې ډيجټلي اقتصاد ۴۰ سلنه نيولی ده.

په يو کال کې وو هان ښار په ګړندي توګه عادي شوی، دا ددې ښودنه کوي چې چين په تېر کال کې پر دغه ښار د قرنطين پرېکړه سم او اغېزمن انتخاب دی او د کرونا وبا خپرېدو د مخنيوي لپاره ستر اهميت لري. د لنسټ په نوم د مجلې عمومي اېديټر ريچارډ هورټون داسې ويلي، چين پر وو هان ښار د قرنطين له لارې له دغه ويروس سره د مقابلې لپاره نړۍ ته فرصت برابر کړی، دا نه يوازې يو سم انتخاب او عمل دی، بلکې نورو هېوادونو ته يې له ويروس سره د مقابلې یو ښه مثال وړاندې کړی دی. نړۍ بايد له چين څخه مننه وکړي.

له يو کال راهيسیې، د وو هان پرمختګ د نړۍ لخوا د چين د څېړنې يوه کړکۍ ګرځېدلې ده او په دې بهير کې نړۍ دا وليدل چې چين نه يوازې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په عين وخت کې اقتصادي چارې عادي کړي، بلکې په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا ضد مبارزې او اقتصادي احيا لپاره يې زيات کوښښونه کړي دي.

چين بېلا بېلو هېوادونو ته څه دپاسه ۲۲۰ ميليارډه ماسکونه برابر کړي، څه بادې ۱۵۰ هېوادونو او ۱۰ نړيوالو سازمانونو سره يې وقايوي مرستې کړې، برسيره پر دې، چين ۸۰ هېوادونو ۳ نړيوالو سازمانونو ته د واکسين مرستې هم کړې دي. ويل کېږي چې د چين توليدات د کرونا وبا ضد په نړيواله مبارزه کې اغېزمن خدمتونه ترسره کړي دي او د چين دغه کارونه د ډېرو هېوادونو لخوا ستايل شوي دي.

برسيره پر دې، له يو کال راهيسې د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ د کمزوري نړيوال اقتصاد د احيا لپاره حياتي ځواک برابر کړی دی. په ۲۰۲۰ کال کې د چين اقتصادي اندازه له سلو زرو ميليارډو یوانو څخه اوښتې ده او په نړۍ کې د اقتصاد مثبت پرمختګ موندلونکی يوازينی عمده اقتصاد ګرځېدلی دی. په همدغه کال کې د چين د توکو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د ۲۰۱۹ کال په نسبت 1.9 سلنه زيات شوی او کارول شوې بهرنې پانګونې 6.2 سلنه زيات شوې دي او د نړۍ د صنعتي چارو د ځنځير او د عرضې ځنځير د ثابتېدو لپاره مهم رول لوبولی دی.

نړيوال وجهي صندوق څو ورځې مخکې د نړيوال اقتصاد پرمختګ د وړاندوينې راپور خپور کړ چې له مخې به يې په ۲۰۲۱ کال کې د نړيوال اقتصاد زياتوالی 6 سلنه وي او د چين اقتصاد به 8.4 سلنه زياتوالی ومومي. دغه دوه شمېرې د پخوا په نسبت لوړې دي او ترې ښکاري چې نړيواله ټولنه د چين تګلارې منلې او د چين د اقتصادي پرمختګ د راتلونکی په اړه پوره باور لري. اوس چين د پرمختګ د نوي شکل د جوړولو کوښښونه کوي او دا به نړۍ ته لا زيات ګټور فرصتونه برابر کړي.

دا د يادولو خبر دی چې د کرونا ويروس د بدلون او د واکسين د نه فراهم کېدو له امله په اروپايي او امريکايي هېوادونو کې د ياد ويروس د خپرېدو بله څپه رامنځته شوې او ځينې هېوادونه مجبور شوي چې د ښارونو د قرنطين په شمول يو لړ تدبیرونه غوره کړي او اقتصادي احيا يې له نويو ننګونو سره مخ ده. نو بېلا بېل هېوادونه بايد په دې حال کې د ساينس او يووالي د روحيې په لرلو سره د کرونا وبا ضد ګډه مبارزه وکړي. په عين وخت کې چين به د يو مسووليت منونکي هېواد په توګه د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره لا زيات اغېزمن رول ولوبوي.