د چين او هند پوځ د خپلمنځي تر ۱۱ مې دورې خبرو اترو وروسته د تماس ساتلو موافقه وکړه
cri2021-04-11 10:58:41
شريکول:

د چين او هند د اردو قوماندانو په کچه د ۱۱ مې دورې خبرې اترې د اپريل په ۹ مه نېټه تر سره کړې او دواړو خواوو د ګډو اندېښنو مسئلو په اړه مشورې کړې او د خپلمنځي پوځي او ډيپلوماتيکي تماس په ساتلو يې موافقه کړې ده.

د چين ازادي بښونکی پوځ د لوېديځي جنګي سيمې وياند د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه وويل چې موږ هيله لرو چې هند په صميمانه رويي او مثبتو کړنو سره دې شوې موافقې پلې کړي، له چين سره پر ګډ لوري ګامونه دې پورته کړي او د سرحدي سيمې سوله او ثبات دې په ګډه وساتي.

(مينه)