د ایران د اټومي انرژۍ سازمان رییس د نطنز اټومي تاسیساتو پرضد "دښمنانه اقدام" وغانده
cri2021-04-12 10:01:25
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د اټومي انرژۍ سازمان رئيس علي اکبر صالحي د اپرېل په ۱۱مه نېټه د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو پرضد د "دښمنانه عمل" غندنه وکړه . د ده په اند ،دا "اټومي تروریستي" عمل دی.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویاند بيهروز کمالوندي له دې مخکې په همدې ورځ وویل چې د نطنز اټومي تاسیساتو د بریښنا سیستم په ۱۱مه خراب شو ، خو دا د ټپونو یا د وړانګو د ککړتیا لامل نه شو.
د ایران تسنیم خبري اژانس د صالحي په حواله لیکلي چې د نطنز اټومي تاسیساتو پر ضد "ناوړه کړنې" ښیي چې هغه ځواکونه چې د ایران صنعتي او سیاسي پرمختګ د مخنيوي هڅه کوي ،د ایران اټومي صنعت د پام وړ پرمختګ ترلاسه کولو څخه مخنيوي کې پاتې راغلي او نه يې هم په ایران باندې د امريکا لخوا لګول شويو "ظالمانه بندیزونو" د لرې کولو په اړه خبرې اترې ګډوډې کړی شوې دي.  

(ليلا)