د امريکا په نظر د چين او امريکا تر منځ سيالي د امريکا او پخواني شوروي اتحاد تر منځ د سيالۍ کاپي ده، خو چين پخوانی شوروي اتحاد نه دی
CRI2021-04-12 15:17:16
شريکول:

د سينګاپور د ملي پوهنتون د اسيا د څيړنو انسټېټيوټ لوړ پوړی پروفيسر، سياسيتپوه او پخوانی خارجه وزير کيشوري ماهبوباني د سويسي خبري رسنۍ له خبريال سره د مرکې په وخت کې د چين او امريکا او د چين او اروپا تر منځ د اړيکو او د چين د پرمختګ په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې. هغه وويل، د امريکا په نظر د چين او امريکا تر منځ سيالي د امريکا او پخواني شوروي اتحاد تر منځ د سيالۍ کاپي ده او بريالۍ به وي، خو چين پخوانی شوروي اتحاد نه دی. اروپا بايد په دې فکر وکړي چې څوک تر ټولو لوی ګواښ دی. د اوږد مهال له لحاظه چين به د اروپا عمومي بازار وي.

نوموړي په ۲۰۲۰ کال کې تر دې عنوان لاندې يو کتاب چاپ کړی ايا چين بريالی شو؟ د امريکا په وړاندې چين ګواښ دی. په دې وروستيو ورځو کې دغه کتاب په فرانسې ژبه هم چاپ شوی او سر ليک په لږ بدلون سره: هغه ورځ چې چين به بريالی وي.

د فرانسې پخواني خارجه وزير هوبيرټ ويدريني د دغه کتاب د معرفي په برخه کې ليکلي، کيشوري ماهبوباني مخکې ويلي چې د لويديځو هيوادونو زمانه به پای ته ورسيږي، اروپايان بايد دا ومني او د دې لپاره بايد چمتو اوسي. لکه په دغه کتاب کې چې ليکل شوي، د چين پرمختګ او برياليتوب د لويديځو هيوادونو د غوسې او قهر سبب شوي، د امريکا واکداري او باداری اخر پای ته ورسيږي.  

کيشوري ماهبوباني دېته په اشارې سره وويل، چين د خپل ميکانيزم ښيګڼه او تفوق ثابت کړی دی او د چين د ادارې کيفيت د امريکا په پرتله ښه دی. امريکا بايد وپوهيږي چې نننی چين له پخواني شوروي اتحاد سره د پرتلې وړ نه دی.