له کامرون سره د چين مرسته شوی واکسين دغه هېواد ته ورسېد
cri2021-04-12 09:54:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، له کامرون سره د چين حکومت لخوا مرسته شوی واکسين د اپريل د ۱۱مې نېټې په شپه د دغه هېواد پلازمينې ياوندي ښار ته ورسېد. دغه واکسين د چين د سينوفارم شرکت لخوا توليد شوی.دا لومړی ځل دی چې  کامرون د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته له بهر څخه واکسين تر لاسه کړی.

د کامرون صدراعظم جوسف نګوټ ، د يو شمېر وزيرانو او د ځايي حکومتي چارواکو ، او د روغتيا نړيوال سازمان په ګډون د نړيوالو سازمانونو استازو په هوايي ډګر کې د چين له خوا واکسين تر لاسه کېدو په مراسمو کې ګډون درلود. په کامرون کې د چين سفير وانګ اينګ وو او د کامرون د عامې روغتيا وزير ماناودا مالاچي په جلا جلا توګه د دواړو حکومتونو په استازيتوب د واکسين د مرستې او تر لاسه کېدو سند لاسليک کړ.

(ليلا)