ايران له کوريا جمهوريت څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د ايران پانګې ازادې کړي
CRI2021-04-12 09:38:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال اسحق جهانګيري د اپريل په ۱۱مه نېټه وويل، د کوريا جمهوريت په خپل هېواد کې د ايران پانګه بنده کړې او له دې امله يې د کرونا وبا ضد د ايران پر مبارزې ناوړه اغېزه کړې ده. د کوريا جمهوريت بايد ژر تر ژره د ايران پانګه ازاده کړي.

د ايراني رسنيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت صدراعظم چونګ سيې کيون په همدې ورځ تهران ته ورسېد او له ايران څخه يې خپله رسمي ليدنه پيل کړه. جهانګيري له چونګ سيې کيون سره تر خبرو اترو وروسته په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د کوريا جمهوريت په تېرو ۳ کلونو کې پر امريکا پسې په ايران باندې غير قانوني بنديزونه لګولي او له دې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو هم پرمختګ نه درلود.