له سومالي سره د چين مرسته شوی واکسين دغه هېواد ته ورسېد
cri2021-04-12 10:45:02
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، له سومالي سره د چين حکومت لخوا مرسته شوی واکسين د اپريل په ۱۱مه نېټه د دغه هېواد پلازمينې موګاديشو ښار ته ورسېد. د سومالي د عامې روغتيا وزير نور، د مطبوعاتو وزير ، په سومالي کې د چين سفير چين جيان او د بېلا بېلو برخو شخصيتونو د واکسين د سپارلو په مراسمو کې ګډون درلود.

نور په مراسمو کې  د سومالي د حکومت او خلکو په استازيتوب د چين له حکومت څخه مننه څرګنده کړه. هغه وويل چې چين لومړی هېواد دی چې سومالي ته د واکسين مرستې برابرې کړې. د واکسين راتګ به د کرونا وبا ضد مبارزې  ته  وده ورکړي او د وبا پر ضد مبارزه به د خلکو باور پياوړی کړي .حکومت به ژر تر ژره ټولو ايالتونو او سيمو ته واکسينونه توزيع کړي ترڅو د خلکود واکسين د تزريق چارې تنظيم کړي.

(ليلا)