په پاکستان کې څه باندې 1.2 مليونه کسانو د چين واکسين کړی دی
cri2021-04-12 14:56:37
شريکول:

د چين لخوا پاکستان ته د مرسته شوي واکسين څو جوپې پاکستان ته رسېدلي دي او په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ ضد د واکسين کوونکو شمېر هم مخ په زياتېدو دی. د يوې شمېرنې له مخې، تر اوسه پورې په پاکستان کې څه باندې 1.2 مليونه کسانو واکسين کړی او زياترو يې د چين توليد واکسين کړی دی.  

د پاکستان د پرمختګ او ځانګړو پروژو وزير اسد عامر د اپريل په ۸مه نېټه وويل، اوس په پاکستان کې ۱۴ زره کسانو د شخصي ادارو له لارې او ‍۱.۱ مليونه کسانو د حکومت د اړوند پلان له لارې دغه واکسين کړی دی. هره ورځ کابو ۷۶ زره کسان دغه واکسين کوي. نوموړي زياته کړه چې پاکستانيانو په عمده توګه د چين توليد شوی واکسن کړی دی.

د اسلام اباد يو ښاري باقر علي له چين څخه مننه وکړه او و يې ويل:

((له چين څخه ډېره مننه کوو چې له موږ سره يې د واکسين مرسته کړې. چين او پاکستان ښه دوستان دي، د چين لخوا د برابر شوي واکسين له کبله به په پاکستان کې د کرونا وبا په نږدې وخت کې کنټرول شي. نو موږ له چين څخه د زړه له کومې مننه کوو. زما پلار او مور به هم دغه واکسين وکړي.))

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهيسې، د چين حکومت پاکستان ته د کرونا ضد دوه جوپې واکسين مرستې کړې، د چين د ازادي بښونکي پوځ هم د پاکستان پوځ سره د دغه واکسين مرسته کړې ده. د همدې مياشتې په ۳مه نېټه پاکستان په ټول هېواد کې د واکسين کولو بهير پيل کړی او لومړی يې طبي کارکوونکو او د لوړ عمر کسانو ته يې دغه واکسين وړاندې کړی دی.

طبي کوونکي شازل نواز زموږ خبريال ته وويل، هغه باور لري چې په پاکستان کې د چين لخوا مرسته شوي واکسين په ورکول کېدو سره به په دې هېواد کې د کرونا وبا په نږدې وخت کي کنټرول شي. هغه وويل:

((د چين واکسين زموږ لپاره ډېر ګټور رول لري او زموږ په هېواد کې به کرونا وبا کنټرول شي. زه به هم دغه واکسين وکړم. اوس زموږ په هېواد کې يوه اصطلاح موجوده ده چې د واکسين په راسېدو سره به د کرونا ويروس له منځه يووړل شي. ))

اويا کلنې سپين سرې شميمي زموږ خبريال ته وويل، هغې د چين واکسين کړی دی او دغه واکسين يې د خپلې کورنۍ غړو ته هم سپارښتنه کړې ده چې وکړي. هغې وويل:

((په پيل کې ما د چين واکسين په اړه هېڅ مالومات نه درلودل، زما يوې ملګرې ما ته وويلې چې هغې د چين واکسين کړی. نو زه هم د چين واکسين د کولو لپاره روغتون ته ولاړمه. خپلې خور او اوښي ته مې وويل چې د چين واکسين وکړي. دوی لومړی  نه غوښتل او نظر يې درلود چې په کور کې پاتې کېدل به خوندي وي، خو ور پسې ګاونډيان يې د کرونا ويروس باندې د اخته کېدو له امله مړه شول، نو دوی هم اوس غواړي د چين واکسين وکړي. شل ورځې وروسته به دوهم دوز وکړم، له چين څخه ډېره مننه کوم. ))

د تېرې مياشتې په پای کې د پاکستان حکومت لخوا اخيستل شوي د چين د سينوفارم او  کانسينو شرکتونو واکسينونه هم دغه هېواد ته رسېدلي دي. له دې سره چې د چين زيات شمېر واکسين پاکستان ته رسېدلي دي، په دغه هېواد کې ډېرو زياتو کسانو دغه واکسين کړي دي. د پاکستان د پرمختګ او ځانګړو پروژو وزير اسد عامر وويل پاکستان به تر کوچني اختر وروسته خپلو ټولو اتباعو ته  د واکسين کولو لپاره د نوم ثبتولو بهير پيل کړي. هغه زياته کړه چې اوس په پاکستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه رامنځته شوې، نو راتلونکي ۵ يا ۶ اوونۍ د دغه وبا د وقايې او کنټرول لپاره ډېرې مهمې دي. هغه له ملکي وګړيو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه وبا د وقايې تدبيرونه دې جدي رعايت کړي او په عين وخت کې دې د واکسين کولو په اړه جدي اوسي. هغه کسان چې عمرونه يې له ۵۰ کاله څخه زيات دي، بايد پر وخت نومونه ثبت کړي تر څو د واکسين کولو بهير په اغېزمنه توګه ترسره شي.