شي جين پينګ د اردن د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت د اردن پاچا عبدالله الثاني بن الحسين ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CRI2021-04-12 10:22:02
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۱۱مه نېټه د اردن د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت د اردن پاچا عبدالله الثاني بن الحسين ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او هيله يې وښوده چې اردن لا اباد او سمسور شي او خلک يې روغ جوړ او نيکمرغه اوسي.

شي جين پينګ وويل، په دې وروستيو کلونو کې د چين او اردن ترمنځ اړيکې ښې روانې دي، خپلمنځي سياسي اعتماد ورځ تر بلې لا ټينګ شوی او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ دوامداره پرمختګ لري. د کرونا وبا په پېښېدو سره چين او اردن يو له بل سره مرستې وکړې. چين د دې وبا  په مبارزه کې له اردن څخه ټينګ ملاتړ کوي او باور لري چې د پاچا تر لارښوونې لاندې خلک به خامخا وبا ته ماتې ورکړي. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم، غواړم چې له پاچا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته وده ورکړم او خلکو ته ګټې ورسوم.