د چین د پخوانيو جامو سېستم او سلطنتي جامې
cri2021-08-01 11:22:41
شريکول:

لیکوال: هوا مایي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د چین په ټولنه کې، امپراتور تر ټولو لوړ موقف او مقام درلود، خلک یې رهبري کول او د هېواد هر یو اېنچ خاوره د شاه یا امپراتور مال ګڼل کېده. امپراتور چې هغه وخت ورته «تیان زی» یعنې د اسمان زوی ویل کېده، په خپلې ارادې سره هېواد اداره کاوه.

لکه څرنګه یې چې امپراتور ته «تیان زی» یا د اسمان زوی ویل، همدا لامل و چې امپراتور به د هر ډول مراسمو، نمانځنو او غونډو لپاره بېلې جامې اغوستې. نوموړي به پر یادو مراسمو سربېره د جنګ پر مهال، وزیرانو ته د امتیاز او ډالۍ د ورکړې پر مهال، د سرتېرو او قوماندانانو د احضارولو پر مهال، د ودونو او یوه لوی کار ترسره کولو پر مهال، د پېښو له قربانیانو سره د مرستې پر مهال او ګڼو نورو مناسبتونو کې خپلې بېلې او ځانګړې جامې اغوستې. ان د استراحت پر مهال یې هم د خوب کولو یا استراحت ځانګړې جامې اغوستې. د امپراتور جامو د سلطنت او اقتدار استازیتوب کاوه او په عین حال کې هغه د ټولنې مشر او زړه سواند شخص هم ګڼل کېده.

که چېرې د امپراتور د کورنۍ غړو او وزیرانو له هغه سره په کومو مراسمو کې ګډون کاوه، هغوی به هم ځانګړې جامې اغوستې.

د چین هېواد له ۲۵ تاریخي کتابونو څخه شاوخوا لس کتابونه یې د جامو، بیرغونو ځانګړي مقررات له ځانه سره لري او د هرې سلسلې د جامو او بیرغونو لپاره ځانګړي کتابونه لیکل شوي و چې ټولنه او وګړي یې اړ وو څو د همدې کتاب د قوانینو پر بنسټ جامې جوړې کړي او خپل هېواد ته بیرغ وټاکي.

هغه وخت دود څو امپراتور په رسمي مراسمو او نمانځنو کې د «میان فو» په نوم جامې واغوندي.

«میان فو» جامې د «میان» په نوم د یوه تاج، کمربند او د ګونډو پوښوونکې ټوټې یا «بي شي» او همدا راز د «او لوی» په نوم بوټونه درلودل.

تاج یې د «زیان» په نوم څنډې او یوه منګوله درلوده. د تاج مخکنۍ برخه یې ګرده او شاتنۍ برخې یې مربع ډوله ټوټې درلودې. څنډې یې مخې خواته ځوړندې وې او شاتنۍ برخه یې له مخکنۍ هغې یو اېنچ ټيټه وه.

چینایي شاهانو مشکي جامې او مارون لمنې اغوستې. په پرمختللې چیني ژبه کې، د «اي شانګ» کلمه د جامو په مانا ده. خو په پخوانیو وختونو کې، «اي شانګ» دوې کلمې وې چې «اي» د جاکټ یا پېران په مانا او «شانګ» د لمنې یا پرتوږ په مانا و. د پخواني چین خلکو د «اي» او «شانګ» کلمې د ځمکې او اسمان سمبولونه ګڼل او یو له بله یې بېل بېل نشوای کارولای. د «اي» او «شانګ» رنګونه په شپه کې د اسمان د رنګ او د لمر لوېدو پر مهال د ځمکې د رنګ مانا درلوده. ان تر دې چې د شاهانو د تاج پورتنۍ تختې یا برخې مشکي رنګ او لاندنۍ برخې یې مارون رنګ درلود.

دا چې د پاچاهانو په جامو کې به یې د ښامار څېره ګنډله، له همدې امله یې دا ډول جامو ته «ګون فو» ویل. جامو یې دوولس ډولونه درلودل او د «دوولس جانګ» په نوم یادېدې. د جامو دغه دوولس الګووې یا ډولونه یې له لمر، سپوږمۍ، ستورو، غرونو، ښامارانو، قرقاول، اور، جلبکونو، وریژو او داسې نورو څخه اخیستل شوي وو. پر دې سربېره د یادو شوو دوولسو شیانو انځورونه به یې پر جامو باندې جوړول چې هر یوه یې ځانګړې مانا درلوده، د بېلګې په توګه لمر، میاشتې او ستورو، پر ځمکه باندې د امپراتور د اوامرو د ځلېدو او منل کېدو مانا لرله.

«دوولس جانګ» د سلطنتي جامو استازې جامې وې، دغه ډول جامې یوازې د سلطنتي ماڼې کسانو اغوستې او له ځانګړي وخت او مراسمو سره سم به یې د پورته یادو شوو شیانو یو انځور پر خپلو جامو باندې جوړاوه.

د امپراتور په رسمي جامو کې د «بي شي» په نوم یو زینتي کمربند هم ځړول کېده چې له یوه پاخه شوي پوستکي څخه جوړ شوی و. «بي شي» د ګونډو د پوښ مانا درلوده او دغه څه د پخوانیو چیني ټولنو خلکو اختراع کړی و. د هغه وخت خلکو به «بي شي» د جامو په مخکنۍ برخه کې بسته کاوه څو تناسلې برخه یې وپوښوي. له هغه وروسته له ټوټو څخه جوړې شوې جامې رواج شوې چې په دې جامو کې هم «بي ښي» پر یوه زینتي برخه بدل شو. همدا بنسټ و چې «بي شي» یا کمربند د جامو پر یوه نه بېلېدونکې او زینتي برخه بدل شو او تر ننه په سلطنتي چیني جامو کې ترې کار اخیستل کېږي. البته په دې توپیر سره چې د سلطنتي جامو د «بي شي» یا کمربند رنګ سور و.

د امپراتور د بوټونو نوم «شي» و. د بوټونو یا «شي» د مخ برخې جنس ورېښم او د تلې یا لاندې برخې جنس یې دوې طبقې نری خو کلک لرګی و. د عامو خلکو بوټونو یوازې یوه طبقه لرګی درلود او د مخ برخه یې هم له ورېښمو نه جوړېده. همدارنګه د امپراتورانو د اوړي بوټونه له ورېښمو او دوه طبقو نازک خو کلک لرګي څخه جوړېدل او د ژمي بوټونه یې ګرم او جوړښت یې بېل و. امپراتورانو به په تر ټولو مهمو مراسمو کې سور رنګه «شي» یا بوټونه اغوستل چې د هرو مراسمو لپاره یې د بوټونو رنګ توپیر کاوه چې مهم رنګونه یې تور، سره او سپین و. ملکې یې هم ځانګړي سلطنتي بوټونه یا «شي» په پښو کول چې مشکي، شین او سور رنګ یې درلود.

په پخواني چین کې له هان سلسلې وروسته، زېړ رنګ د امپراتورۍ د جامو تر ټولو لوړ رتبه لرونکی رنګ شو او زېړ رنګ جامې د ځواک او قدرت څرګندوی وې. چینې نظریې ته په کتو، نړۍ له پنځو اصلي عناصرو یعنې فلز، لرګي، اوبو، اور او خاورې څخه تشکیلېږي او یو بل له منځه وړي یا یو له بل سره مرسته کوي. سپین رنګ د فلز په استازیتوب، شین رنګ د لرګي په استازیتوب، مشکي رنګ د اوبو په استازیتوب، سور رنګ د اور په استازیتوب او زېړ رنګ د خاورې په استازیتوب کارول کېده. ویل کېږي چې د چین ژانګ سلسلې د اور عنصر په مرسته سلطنت لاسته راوړ، سور رنګ یې تر ټولو لوړ رتبه لرونکی رنګ باله. چینګ سلسلې د اوبو د عنصر په مرسته ژانګ سلسلې ته ماتې ورکړه. په دې ترتیب یې مشکي رنګ تر ټولو لوړ رتبه رنګ ګڼلو او امپراتور او وزیرانو یې مشکي رنګه جامې اغوستې. هان سلسلې د خاورې د عنصر په مرسته چینګ سلسلې ته ماتې ورکړه او د یادې سلسلې امپراتور او وزیرانو بیا زېړ رنګه جامې اغوستې.

په چینې نظریه کې، پنځه حیوانه د نړۍ د پنځو لورو استازیتوب کوي، یعنې شین ښامار د ختیځ، سپین پړانګ د لوېدېځ، سور رنګه الوتونکی د سوېل، مار او کیشپ د شمال او زېړ رنګه حیوان د مرکز استازیتوب کاوه. په دې ترتیب د هان سلسلې امپراتور زېړ رنګه جامې اغوستې. د سلطنت په پیل کې هم امپراتور، هم وزیرانو او هم عامو خلکو زېړ رنګه جامې اغوستې، خو تر تانګ سلسلې پورې، امپراتور فرمان صادر کړو چې له امپراتور او وزیرانو پرته بل څوک د زېړ رنګه جامو د اغوستلو حق نه لري. په دې هکله یوه کیسه هم شته چې وایي: له مېلاد څخه ۹۵۹ کاله وروسته، د هوجو سلسلې امپراتور مړ شو او کوچني زوی یې تاج پر سر کړ. یو کال وروسته د همدې سلسلې یو جنرال چې «ژاکوان این» نومېده، زېړ رنګه جامې په تن کړې او خپل ځان یې امپراتور اعلان کړ.

له تانګ سلسلې وروسته بیا د فیوډالي چین تر وروستۍ سلسلې پورې، یوازې امپراتورانو د زېړ رنګه جامو د اغوستلو حق درلود. ان د چینګ سلسلې وروستی امپراتور (پو ايي» هم د هوجو سلسلې له ماتې وروسته د نورو لخوا د زېړ رنګه جامو له اغوستلو څخه نا راحته کېده. «پو ايي» په یوولس کلنۍ کې کله یې چې خپل د کاکا زوی ولید چې ورېښمینې جامې او زېړ رنګه لستوڼي یې اغوستي وو، له هغه یې وپوښتل چې نه څه ډول جرئت کولای شې چې دا ډول جامې واغوندې؟ له دې مالومېږي چې زېړ رنګ یوازې د سلطنتي کورنۍ د غړو لپاره ځانګړی شوی و.

د چین په فیوډالي ټولنه کې پر جامو باندې د ښامار د نقش جوړول د امپراتور د جامو تر ټولو لویه ځانګړنه وه. په ځانګړې توګه په مینګ او چینګ سلسلو کې د امپراتور پر جامو باندې نهه عدده ښاماران ګنډل کېده. ځکه د چین خلک پر دې باور وو چې نهه شمېره تر ټولو لوی شمېر دی. دا نهه عدده ښاماران په دې ترتیب ګنډل کېده چې اته عدده یې په اوږو او لستوڼو کې او یو عدد یې سینې په برخه کې و. د «د چین د امپراتوریو نقاشۍ» په نوم کتاب کې د چین د ډېری امپراتوریو د ښامار نقش لرونکې جامې ښودلې دي.

د یادو سلسلو د ملکې جامو هم خپل ځانګړی سبک درلود چې د هغوی په جامو کې د «عنقا» په نوم تاج او شال «د لمر د راختو وړانګه» موجود وو. په پخواني چین کې یوازې د سلطنتي کورنیو ښځو شال اغوست او عادي ښځو ته اجازه نه ورکول کېده څو شال واغوندي. خو عادي پېغلو بیا د خپلو ودونو په ورځو کولای شول چې شال واغوندي.

د سلطنتي جامو په هکله ګڼ شمېر مالومات شته، په تاریخي کتابونو کې هم د چین د سلطنتي جامو په هکله مختلف مالومات موجود دي. خو د ټولو تر منځ یوه خوله خبره دا ده چې د چیني سلطنتونو د امپراتور جامې د «میان فو» په نوم وې چې د ښامار نقش یې درلود او د ملکې جامو بیا د «عنقا» په نوم تاج درلود چې دغه تاج ته یې د لمر د را ختو وړانګه ویل. دا هغه نمونې وې چې تقریباً د ټولو سلسلو د امپراتور او ملکې په جامو کې لیدل کېدې.

د چین د جامو سېستم چې ډېری د سلطنتي جامو د قوانینو په هکله دی، په ژونګ سلسله کې تاسیس شو. پخوانیو کتابونو لکه «ژالي»، «اي لي» او «لي جي» په تفصیلي ډول د سلطنتي جامو، تشریفاتو او بیرغونو په هکله مالومات وړاندې کړي دي.

 

پخوانی چين او نظامي يونيفورم

په ژانګ ګواه سلسله کې ژائو وایي لینګ د ژائو هېواد پادشاه و او په جنګي برخه کې یې ځانګړی شهرت درلود. نوموړي له خپل شمال لوېدیځ ګاونډي هېواد سره په جګړه کې پر دې پوه شو چې که څه هم یو پیاوړی لښکر درلودل د جنګ ښه هنر دی، خو پر دې سربېره د هغوی لپاره د غوره نظامي جامو یا یونیفورم چمتو کول هم اغېزناک دي. همدا لامل و چې هغه د خپل لښکر او نظامي ځواک جامې اصلاح کړې څو افسران لنډې جامې او شلوار واغوندي او له هغه وروسته یې د «شن» په نوم سنتي نظامي جامې ونه کارولې. له هغه وروسته د نوموړي ځواکونو په راحتۍ سره په نوو جامو کې حرکت کاوه د جنګ په میدان کې یې بریا ترلاسه کوله. همدا لامل و چې د «ژائو وايي لینګ» اصطلاح د پخواني چین د نظامي یونیفورم په تاریخ کې د اصلاحاتو یوه غوره بېلګه وګڼل شوه.

په پخواني چین کې د سرتېرو زرې د کرګدن او غوا له پوستکي جوړېدې. په لومړیو کې جوړو شوو زرې جامو یوازې د بدن د مهمو برخو ساتنه کوله. خو په شانګ سلسله کې برونزي خولۍ او په ژو سلسله کې د سینې محافظې زرې هم جوړې شوې. په ژان ګواه سلسله کې اوسپنیزه خولۍ جوړه شوه چې نوم یې «دو ماو» و.

د چینګ سلسلې د لښکر له مالوماتو څخه کولای شو د پخواینو زرې جامو په هکله لا ډېر پوه شو. که څه هم د یادې سلسلې سرتېرو رښتینې زرې وانه غوسته، خو د هغوی زرې ته ورته جامې دومره ظریفې او کلکې جوړې شوې وې چې ډېرې ښکلې ښکارېدې خو د وخت د هر ډول وسلې ضد وې. د چینګ سلسلې د سرتېرو زرې جامې په دوه برخو وېشلای شو، یوه برخه یې چې په لومړیو کې جوړې شوې وې، له بشپړ چرم او نورو موادو څخه وې چې پر مخ یې فلزات یا د کرګدن چرم کلک شوی و. دغه ډول زرې د قوماندانانون او افسرانو لپاره وې. دویمه برخه زرې جامې له کوچنیو او مستطیل یا مربع ډوله زرې ټوټو څخه اوبدل کېدې. دغه زرې جامې د سرتېرو لپاره وې او تر زرې لاندې به یې معمولاً پارچه اي جامې هم اغوستې.

په نا بي چا سلسله کې، د پرله پسې جنګونو له امله ډېرې تېزې وسلې او کلکې خولۍ جوړې شوې. تر تانګ سلسلې پورې، د نظامي یونیفورم تنوع بشپړه شوې وه. د تانګ سلسلې تاریخ بیانوي چې د دغې سلسلې نظامي برخې شاوخوا دیارلس ډوله زرې جامې درلودې او د دغو زرې جامو مواد له چرم، فلز، لرګي او فلزي پارچو څخه وو. د تانګ سلسلې زرې جامې ډېرې ظریفې جوړې شوې وې. د ځينو زرې جامو د سینې او خېټې په برخه کې یوه دایروي فلزي ټوټه وه او همدا شان د بدن مهمې برخې د همدې ډول فلزي ټوټې په وسیله ساتل کېدې. د لا ډېرې اسانتیا لپاره یې زرې جامې له لویو او کوچنیو فلزي ټوټو څخه و اوبدې او د جامو په ډېری مهمو برخو کې یې یادې فلزې ټوټې سر په سر هم وکارولې. د پخواني چین سلطنتي خلک پر دې باور وو چې نظامي جامې نه یوازې دا چې کلکې جوړې شي، باید رنګ یې هم د یو ډول ځواک او قدرت ښودونکی وي. له همدې امله په ډېری سلسلو کې نظامي جامو زېړ رنګ درلود او په ځینو برخو باندې به یې طلا یا نقره هم حک کوله.

په سونګ سلسله کې ځينې زرې جامې د جنګ او ځينې یې د ګاردانو یا ساتونکو لپاره جوړېدې. په یاده سلسله کې د یو جوړ زرې جامو وزرن ۲۵ کیلو ګرامه و. ان دغه وخت د کاغذ له جنس څخه زرې جامې هم وې چې نرم کاغذونه به یې د ۱۰ سانتي مترو ورقو په بڼه سره یو ځای کول او په څلورو کونجونو کې به یې مېخ پرې وهل. له دغه ډول ورقو څخه جوړې شوې زرې جامې ډېرې کلکې وې او د غشي یا نېزې څوکه تر پایه نه پکې ننوتله. د ګاردانو یا ساتونکو زرې معمولاً دوې لایې درلودې چې داخلي لایه یې پارچه اي او باندنۍ لایه یې له زېړو ورېښمو څخه وه.

د مینګ سلسلې د زرې جامو ډولونه ډېر زیات وو چې په هغو کې زرې خولۍ، اوسپنیزه خولۍ، مسي خولۍ، قلعي خولۍ او داسې نورې زرې برخې درلودې.

په چینګ سلسله کې د چین د زرې جامو طریقو زیات بدلون وکړ. لامل یې دا و چې د چینګ سلسلې ډېری امپراتوران د مانچو له ملیت څخه و او هغوی د خپل قوم پخوانۍ زرې جامې بیا را ژوندۍ کړې او هر امپراتور به د خپل لښکر لپاره د خپلو پلرونو نظامي جامې رواج کولې او غوښتل یې چې خپل لښکر پیاوړی او قوي ښکاره کړي. د چینګ سلسلې په وروستیو کې او په ځانګړې توګه د «ګوان شون» پادشاه د حکومتولۍ په یو دېرشم کال کې دولت د نظامي یونیفورم ځانګوی سبک وټاکه. له هغه وروسته د خپلو بحري ځواکونو، ځمکنیو ځواکونو او انتظامي ځواکونو لپاره ځانګړی یونیفورم جوړ کړ او هر یوه ته یې ځانګړی ډول او سبک ورکړ.

د پخواني چین جامو د وخت په تېرېدو سره ډېر بدلونونه کړي دي او هرې سلسلې خپلې ځانګړې مناسبتي او نظامي جامې درلودې. په لرې پرتو سیمو کې یې اوس هم ډېری پخوانۍ جامې رواج دي او خلک ترې ګټه اخلي.