په ۲۰۲۱م کال کې د چين د دولت مشر په وينا کې مهم معلومات
CRI2021-08-11 16:01:58
شريکول:

څو اړخيزم

(د تېرې جنورۍ په ۲۵مه نېټه، د نړيوال اقتصادي فورم په اړه د داوس اجنډا په انلاين غونډه کې)

۲۰۲۱م کال د چين لپاره د عصري سوسياليستي هېواد د هراړخيزې ابادۍ پيل بلل کيږي.

 چين به په نوې زمانه کې څه ډول نړۍ جوړه کړي؟

چين به په نوې زمانه کې له نړۍ سره څنګه سلوک او راشه درشه ولري؟

دلته په لنډو کرښو کې په تېرو شپږو مياشتو کې د چين بهرنيو چارو او د څو اړخيزو چارو په اړه د دغه هيواد د دولت رئیس وړانديزونو او اقداماتو ته کتنه لرو.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېرې جنورۍ په ۲۵مه نېټه د نړيوال اقتصادي فورم په اړه د داوس اجنډا په انلاين غونډې کې ګډون او وينا وکړه.  نوموړي په خپله ۲۵ دقيقه یي وينا کې ۱۱ ځله (( څواړخيزم )) ياد کړ او دې ته يې اشاره کوله، چې په اوسنۍ زمانه کې د نړيوالې ټولنې پر وړاندې څلور مهمې مسئلې موجودې دي.

نوموړي وویل، چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ هڅونه، د ايډيولوژيک تعصب ليرې کول، د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د پرمختګ نابرابري له منځه وړل او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله په روانه زمانه کې د نړۍ پر وړاندې څلور مهمې مسئلې دي او د دغو مسئلو د حل لپاره بايد نړيوال اقدامات او نړيوالې همکارۍ تر سره شي او د څو اړخيزم د ساتنې او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره بايد ګډې هڅې وشي.

 

چين په نړيوال عامه توليد د کرونا وبا ضد واکسين د ګرځولو هڅه کوي

(د ۲۰۲۰م کال د مۍ په ۱۸مه نېټه، د روغتيا په نړيواله سرمشريزه غونډه کې)

کرونا وبا په روان ۲۰۲۱م کال کې لا هم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او د بشر د روغتيا پر وړاندې دوامداره خطر بلل کيږي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د روغتيايي ټولنې مفکوره وړاندې کړې او دغه هېواد د نوموړې مفکورې تر لارښوونې لاندې د خپلې هغې ژمنې د عملي کولو لپاره هڅې کړي او کوي يې، څو د کرونا وبا ضد واکسين د نړيوال عامه توليد په توګه وګرځوي. چين تر اوسه پورې بهرنيو هېوادونو ته تر ۷۵۰ ميليونو دوزو زيات د کرونا ضد واکسين ورکړی دی.

رئيس شي جين پينګ د تېر کال په مۍ مياشت کې د روغتيا په نړيواله غونډه کې ژمنه وکړه، چې د کرونا ضد چيني واکسين به له څېړنې، توليد او استعمال وروسته نړيوال عامه توليد وګرځوي او پرمختيايي هېوادونو سره به مرسته وکړي. له تېر يو کال راهيسې د چين څو ډولو واکسينونو په څه باندې سلو هېوادونو کې د استعمال اجازه تر لاسه کړې ده. دغو هېوادونو د کرونا وبا ضد مبارزې کې لومړی چيني واکسين تر لاسه کړی دی.

 

د لوی هېواد مسئوليت

(د ۲۰۲۱م کال د اپريل په ۲۲مه نېټه، د اقليمي چارو په نړيواله سرمشريزه غونډه کې )

د ۴۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو د ۲۰۲۱م کال د اپريل په ۲۲مه نېټه په انلاين ډول د اقليمي چارو په نړيواله سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی و. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هم په يادې غونډې کې ګډون درلود او د اقليمي بدلون ضد چيني پلان يعنې د انسانانو او طبيعت د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پېشنهاد يې وړاندې کړ او د دې موخې د پوره کولو په اړه يې اصول او وړانديزونه هم بيان کړل.

شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو د ۷۵مې عمومي اسامبلې په غونډه کې په خپله وينا کې د کم کاربن د ايستنې دوه موخې اعلان کړې. نوموړي په روان کال کې څو ځلې دغه جدي ژمنه تکرار کړه او پر دې يې ټينګار کړی، چې هر کس بايد باوري خبرې وکړي او پرېکنده ګامونه بايد پورته کړي. نوموړي وويل، چين به د هغو دوو موخو په لټه کې شي، چې له ۲۰۳۰م کال مخکې د کاربن د ايستلو اندازه اوج ته ورسوي او له ۲۰۶۰م کال مخکې به کاربن نيوټرال رامنځته کړي شي. اټکل کيږي، چې چين به د پرمختللو هېوادونو په پرتله په لنډ وخت کې يادو موخو ته ورسيږي او دا کار د چين سختو کوښښونو ته اړتيا لري.

 

د پرمختګ نوی جوړښت

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې يوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې، د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د وارداتو او صادراتو سوداګرۍ دوامداره پرمختګ کړی او د هېواد د تګلارو مثبتې اغېزې يې ښودلې دي. 

چين د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې د دغې وبا ضد له نورو هېوادونو سره لاس يو کړی او د دې تر څنګ يې د ورخلاصون او همکارۍ دروازه هم نه ده بنده کړې. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ځلې ويلي، چې د کرونا وبا له لارې د نړيوال کېدو جريان ردول او د اقتصادي اړيکو د پرې کولو په شمول د ناسمو نظريو راپورته کول به د مختلفو هېوادونو ګډو ګټو ته زيانونه ورسوي. چين د دوو دورانونو په بڼه د پرمختګ د نوي جوړښت د ابادۍ په لټه کې دی او په دې بهير کې به نه يوازې د اقتصاد په برخه کې خپل د سيالۍ قوت لا پياوړی کړي او د لا لوړې کچې د پرانيستي اقتصاد نوی ميکانيزم به جوړ کړي، بلکې نورو هېوادونو ته به هم ډېر زيات ګټور فرصتونه برابر کړي.

نوموړي د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې د نړيوال اقتصادي فورم د " داوس اجنډا " په خبرو اترو کې يو ځل بيا نړۍ ته دا پيغام ورکړ، چې چين به د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ټينګ ملاتړ ته او د ورخلاصون پر اصلي تګلارې به ټينګار وکړي. چين به د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او اسانتياوو لپاره مداومې هڅې وکړي، د توليدي چارو د نړيوال ځنځير خونديتوب او ثبات به وساتي او د يو کمربند او يوې لارې همکارۍ به لا پياوړې کړي.