شي جين پينګ د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ په ويډيويي مباحثوي غونډې کې ګډون وکړ
cri2021-09-22 11:55:10
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د م.م د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ په عادي مباحثوي غونډې کې ګډون او   (په ټينګې ارادې د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو له لارې د لا ښکلې نړۍ جوړونه ) مهمه وينا وکړه.

هغه نړيوالو ته پرمختيایي وړانديز وکړ او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار وکړ، چې بېلا بېل هېوادونه دې له نړيوالو ننګونو او ستونزو سره د مقابلې لپاره ګډې هڅې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي.

رئيس شي جين پینګ خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې روان کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې او په م.م کې د چين د ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. چين به د دغو دواړو کليزو په مناسبت درانه مراسم او فعالیتونه تر سره کړي او د چين او م.م ترمنځ د همکاريو د لا پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.

نوموړي وويل، چې د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو تېر کال د م.م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په پار يو لړ غونډو کې ګډون وکړ او ژمنې يې وکړې، چې د خپلمنځي همکاريو له لارې به د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي، پر څو اړخيزم به ټينګار وکړي او د م.م رول به پياوړی وساتي. د بېلا بېلو هېوادونو خلکو له يو کال راهيسې د ډېرو نړيوالو بدلونونو او کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې او د سولې، پرمختګ او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو په اړه اواز پورته کړی دی. رئيس شي جين پينګ وويل ، کرونا وبا لاهم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او په انساني ټولنه کې ژور بدلونونه رامنځته شوي دي.  ټول مسؤلانه سياستوال بايد په زړورتوب تاريخي پرېکړې وکړي.

هغه زياته کړه، چې د نړۍ ټول هيوادونه بايد د کرونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې برياليتوب ترلاسه کړي، ځکه دا د انسانانو له برخليک سره تړاو لري. ټول هيوادونه بايد د خلکو ګټو او ژوند ته لومړيتوب ورکړي او په علمي رويې سره دې د کرونا وبا د کنټرول ترڅنګ اقتصاد او ټولنې ته هم پرمختګ ورکړي او په دې برخه کې دې له نورو هېوادونو سره څنګ په څنګ همکارۍ وکړي. چين ژمن دی، چې په يو کال کې نورو هېوادونو او سازمانونو ته دوه ميليارډه دوزه د کرونا ضد واکسين برابر کړي او د روغتيا نړيوال سازمان کوواکس پلان ته به سل ميليونه امريکايي ډالره بسپنه ورکړي.

د دې ترڅنګ، چين به په روان کال کې پرمختیایي هېوادونو ته سل دوزه واکسين وړيا برابر کړي او په دوامداره توګه به د کرونا ويروس د رېښې موندلو په چارو کې ګډون او دغې مسئلې ته د سياسي رنګ ورکولو له هر ډول کړنې سره به مخالفت وکړي. نړيوال بايد د اقتصاد د بيا احيا لپاره هڅې وکړي، څو نړيوال اقتصاد سالم  پرمختګ ومومي.

شي جين پينګ په خپلې وينا کې د نړيوال پرمختګ په پار پنځه فقره ييز وړانديز وکړ:

لومړی بېلا بېل هېوادونه دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، د عمده اقتصادونو تګلارې دې همغږې او  د څو اړخيز پرمختیایي او همکاريز بهير د پرمخبيولو لپاره دې هڅې وکړي، تر څو د ۲۰۳۰م کال لپاره د ملګرو ملتونو د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلې شي.

دوهم، نړيوال دې د خلکو ګټو ته ډېره پاملرنه وکړي. مونږ دې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له لارې د خلکو ژوند ښه او تامين کړو، څو د خلکو بشري حقونه ښه وساتل شي او خلک ترې د خوښۍ او خونديتوب احساس وکړي. اقتصادي او ټولنيز پرمختګ بايد د خلکو پر هڅو تکيه وکړي او پرمختیایي لاسته راوړنې بايد پر خلکو پورې اړه ولري.

 درېیم، ملګري ملتونه بايد د بېلا بېلو هېوادونو لپاره ټولشموله تګلاره غوره کړي.

 څلورم، بېلا بېلا هېوادونه بايد د نوښت له لارې د اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره هلې ځلې وکړي.

 پنځم، مختلف هېوادونه دې په ښه او همغږي چاپيريال کې د انسانانو او طبيعت د ګډ ژوند پر مفکورې ټينګار وکړي.