د کيوبا د دولت رئيس د ياز کانيل امريکا د نړۍ پر پاشلو تورنه کړه
cri2021-09-24 14:32:31
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کيوبا د دولت رئيس دياز کانيل د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ په يوه غونډه کې امريکا وغندله او و يې ويل، چې دغه هېواد ټوله نړۍ پاشلې او د نژاد پرستۍ او زورواکۍ غوښتنې وړاندې کوي.

نوموړي په خپله انلاين وينا کې په اشارې وويل، چې امريکا پر بېلا بېلو هېوادونو فشارونه راوړي، د نورو هېوادونو د قانوني حکومتونو د رانسکورولو او د تجارتي تړونونو د سبوتاژ لپاره هڅې وکړي. د امريکا له دغې کړنې څرګندېږي، چې دغه هېواد نه يوازې نورو ايديولوژيکي نظامونو او کولتورونو ته په ښه نظر نه ګوري، بلکې د نژاد پرستي او زورواکۍ غوښتنې لري.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا د بل هېواد د اقتصادي او تخنيکي پرمختګ حق خپل ځان ته ګواښ بولي او د دغه هېواد دا کړنې چا ته د منلو وړ نه دي. هر يو هېواد حق لري، چې د خپلو خلکو په لارښوونې خپل سياسي نظام، اقتصاد، ټولنې او کولتور ته وده او پرمختګ ورکړي. (شکريه)