مېرمن منګ وان جو د چين په ځانګړې الوتکه کې احساسي متن ليکلی
CRI2021-09-25 17:03:45
شريکول:

د چين د هوې وې شرکت د مشر ژن جنګ فې لور منګ وان جو د سپتمبر پر ۲۴مه نېټه د چيني حکومت تر زیاتوهڅو وروسته د ځانګړې الوتکې له لارې له کاناډا څخه وتلې او بير ته خپل وطن ته راستنه شوې. ميرمن منګ وان جو په الوتکه کې تر دې سرليک لاندې احساسي متن ليکلی، چې د چين په استازي سور رنګ زما زړه ته رڼا ور کوي.
په ټاټوبي کې سپوږمۍ تر ټولو روښانه ده او يوازې بيرته ټاټوبي ته ستنېدل د زړه ارامتيا وربخښلای شي.
د الوتکې د کړکۍ د باندې د شپې وخت دی چې په توره شپه کې يوازې د الوتکې څرخونه ځوړند دي. زه اوس زما کور ته د ستنيدو په لور روانه يم او ژر به زما مورني وطن په غيږ کې واوسم، چې د دريو کلونو لپاره مې نه دی ليدلی.
د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې زما وطن سمسور او پرمختګ شوی، چې بې له زما قوي وطن څخه، زه به اوسنۍ آزادۍ و نه لرم.  په پخوانيو ۱۰۲۸ ورځو کې مې ډېر خفه وخت تير شوی. موږ د سولې دعا کوو او دا نيکمرغي ده، چې موږ په يوه سوله ايزه زمانه کې په يو ستر هېواد کې يو.
زه د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون په موده کې وده کوم او په خپلو سترګو د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د دغه هېواد پرمختګ او د د غه هېواد خلکو سترتيا وینم. ټول چينايان د تاریخ په اوږدو کې زحمتونه کړي او کوي يې چې له امله يې زموږ وطن سمسورتيا ته رسيدلی دی، ټول خلک د ګډې شتمنې په لوري روان دي، چې د ټولې نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره ستر خدمتونه تر سره کوي. زه زما له وطن، کمونېست ګوند او حکومت څخه ډېره مننه کوم. د چين په استازيتوب سور رنګ زما په زړه کې باور ټينګ کړی، زما تورې شيبې يې روښانه کړې.
اوس مهال زما وطن د مني په وخت کې دی، چې په ټول کال کې تر ټولو ښاياسته منظرې شته او د چين د ملي جشن ورځ به ژر را و رسيږي. په دې وخت کې زه زما وطن ته د زيږيدنې د ورځي مبارکي وايم. بيرته کور ته په لاره کې تر ټولو ډيره ګرمي ده.