د چين استازي د بشري حقونو په شورا کې د لوېديځو هېوادونو د په خپل سر توقيف کولو مسئلې ته ډېره پاملرنه څرګنده کړه
CRI2021-09-25 14:46:42
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۸مه غونډه د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د په خپل سر توقيف کولو مسئلې په اړه له کاري ګروپ سره خبرې وکړې. په ژنيو کې د م.م په مقر کې د چين دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان په خپله وينا کې د امریکا، استراليا او کاناډا په شمول د لوېديځو هېوادونو د خپل سري توقيف کولو مسئلې  ته ډېره پاملرنه څرګنده کړه. هغه وویل، د امريکا ګوانتانامو زندان په ناپايه توګه شکمن مجرمان توقيف کړی، دغه راز ځيني شکمن مجرمان بې له قانوني محاکمې سره په اوږد مهال کې توقيف شوي او ځورول شوي. د استراليا حکومت د توقيف مرکز د استوګنې او طب شرايط ډېر بد دي او زندانیان يې ډېر ځپل شوي. کاناډا په بې اساسه توګه له يو زر ورځو څخه زيات د چين اتباع مېرمن منګ وان جو توقيف کړی، پر چيني اتباع يې سياسي ظلم کړی او دغه راز د چين د لوړ تخنيک د تصديو پرمختګ بندوي. چين له يادو هېوادونو څخه غواړي چې سمدلاسه هغسې د بشري حقونو د تېری کړنې بندې کړي.