چین: بريتانيا بايد په سمه توګه خپلو کړونو ته متوجه شي
cri2021-09-25 14:41:48
شريکول:

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د چين د دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان د سپتمبر پر ۲۴مه د روسیې، بیلاروس، شمالي کوریا، جنوبي سوډان او وینزویلا په ګډون د هېوادونو په استازیتوب چې ورته نظرونه لري، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې ګډه وینا وکړه او له بريتانيا څخه يې وغوښتل چې په سمه توګه د بشري حقونو په برخه کې خپلو مسئلو ته وګوري او د سیاسي وسیلې په توګه د بشري حقونو کارول ودروي.

په ګډه وینا کې ویل شوي چې بریتانیا په مکرر ډول په نورو هېوادونو کې نظامي مداخلې ترسره کړي، چې د زيات شمېر عامو وګړو د تلفاتو لامل شوی او د مداخله کونکو هېوادونو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ یې سخت زیانمن کړی.