وینزویلا او بیلاروس د بشري حقونو په پلمه د چین په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالفت وکړ
cri2021-09-25 14:39:26
شريکول:

د سپتمبر پر ۲۴مه په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۸مه غونډه کې، پاکستان د ۶۵ هېوادونو په استازیتوب ګډه وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هانکانګ، شينجیانګ او شي ځانګ چارې د چین داخلي چارې دي او بهرنيان بايد په کښي مداخله ونه کړي. د وینزویلا او بیلاروس سفیرانو د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وویل چې د بېلا بېلو هېوادونو حاکمیت ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او د خپلواکو هېوادونو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه د نړیوالو اړیکو بنسټیز اصول دي.

په ملګرو ملتونو کې د وینزویلا دایمي استازي سفیر روسالیس وویل چې هېواد يې د امريکا، کاناډا، بريتانيا او اروپایي ټولنې د هغه کړو سخته غندنه کوي، چې د بشري حقونو په پلمه په شینجیانګ کې پر اشخاصو او ادارو غیرقانوني یو اړخیز اجباري اقدامات لګولي او دا د چین په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره د سیاسي وسلې په توګه کاروي.