پاکستاني پوځيانو ۶ ترهګر وژلي دي
CRI2021-09-25 14:53:05
شريکول:

د پاکستان پوځ د سپتمبر په ۲۴مه نېټه وويل، چې د دې هېواد امنيتي اردو په بلوچستان ولايت کې د ترهګرۍ ضد عمليات تر سره کړي دي او پر مهال يې د ۲ قوماندانانو په شمول ۶ ترهګر وژلي دي.

د پاکستان د دفاع وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي، چې د ترهګرو په اړه د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته، د دې هېواد امنیتي اردو په بلوچستان کې د ترهګرانو پر يو خوندي ځای بريد وکړ. د دواړو خواوو ترمنځ په ‌ډزو کې ۶ ترهګر وژل شوي او امنيتي اردو په دې عملياتو کې ګڼ شمېر وسلې او چاوديدوکي توکي تر لاسه کړي دي.

په اعلاميه کې دا نه دي ویل شوي چې ياد ترهګر د کومي ډلي اړوند دي او د عمليات د تر سره کولو وخت هم نه دي څرګند شوي.