د امريکا په يو پوهنتون کې د ډزو پېښه شوې
CRI2021-10-18 15:29:54
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر د اوولسمې نېټې په سهار وختي د امريکا د لويسانا ايالت په ګرامبلونګ پوهتون کې د ډزو د پېښې له امله ۱ تن وژل شوی او ۷ تنه ټپيان شوي دي. دا په تېرو ۴ ورځو کې په نوموړي پوهنتون کې د ډزو دويمه پېښه ده، چې مرګژوبله يې رامنځته کړې ده.

امريکايي خبري رسنيو ويلي، چې په ياده پېښه کې وژل شوی وګړی د دغه پوهنتون محصل نه و. په ټپيانو کې يو تن محصل دی، چې اوس يې درملنه روانه ده. خو د يو بل زخمي حالت نازک ښودل شوی دی.