د امريکا پخوانی دفاع وزير: امريکا د افغان پوځ د روزنې پر مهال سخته تېروتنه کړې
CRI2021-10-19 11:40:08
شريکول:

د امريکا خبري رسنۍ د اکتوبر په اوولسمه نېټه خبر ورکړی، چې د امريکا پخواني دفاع وزير روبرټ ګايتس په دې وروستيو کې ويلي، چې امريکا د افغان پوځ د روزنې په موده کې داسې سختې تېروتنې وکړې، چې د افغان پوځ د چټکۍ ناکامۍ سبب وګرځيدې.

روبرټ ګايتس د سي بې اېس له خبريال سره په تلويزيوني مرکه کې ويلي، چې امريکا بايد له افغان پوځ سره داسې مرستې کړی وای، چې د طالبانو په شان سپکې وسلې لرلې، ګړندی خوځښت او پر ځان د ډاډمنتيا ځواک او باور يې درلودلی وای. خو امريکا داغسې افغان پوځ جوړ کړی و، چې د لويو تجهيزاتو او تکنالوژۍ پر مرستو يې ډېره تکيه درلوده.

د نوموړي په قول، د افغان پوځ ناکامي هيڅ د حيرانتيا وړ نه ده.