د چین د کورنيو توليداتو سږنی ارزښت به اته سلنه زياتوالی ومومي
cri2021-10-19 11:14:51
شريکول:

نړیوال وجهي صندوق د تازه راپور په خپرولو سره اټکل کړی چې د چين د کورنيو توليداتو سږنی ارزښت به ۸ سلنه زياتوالی ومومي. د چین د شمېرنې ادارې ویاند د اکتوبر په ۱۸مه نېټه وويل، چې له دې څخه ښکاري، چې نړيواله ټولنه د چین د اقتصادي پرمختګ په اړه خوشبينه ده او د چين اقتصاد پياوړی او ستر پټ ځواک لري. 

د نړيوال وجهي صندوق تازه اټکل ښيي چې سږ کال به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت له شپږ سلنې څخه پنځه اعشاريه نهه سلنې ته راټيټ شي. په یاد راپور کې د پرمختللو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ سرعت وړاندوينه له 5.6 سلنې څخه 5.2 سلنې ته راټيټه شوې او د نړيوال اقتصاد په اړه پکې اندېښنه ښودل شوې ده. (هیله)