امير خان متقي: موږ غواړو چې په افغانستان کې امن وي، سوله وي او له هېوادونو سره يې اړيکې ښې وي
CRI2021-11-21 14:30:40
شريکول:

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د نومبر په ۱۷مه نېټه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړې مرکه وکړه. دغه حکومت د هېواد د سولې او ثبات، د خلکو د ژوند د ښه والي، د کورني اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅې کوي او هيله لري، چې له چين سره تجارتي تګ راتګ پياوړی کړي او د چين په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره په متقابل درناوي او تعامل ولاړې مثبتې اړيکې ولري.

د نومبر په پيل کې د افغانستان پنځه څلويښت ټنه جلغوزي له کابل څخه د الوتکو له لارې د چين شانګهای ښار ته ولېږل شول او دا په دغه هېواد کې د حالاتو له ستر بدلون راهيسې چين ته د دغه هېواد د لومړي ځل صادرات وو. په دې هکله امير خان متقي وويل،

په دې کې شک نشته، چې د چین هېواد ډېر ښه صنعت لري او ډېره ښه وړتیا لري او ډېر ښه اقتصاد لري او زموږ ګاونډی هېواد دی. له نېکه مرغه چې له موږ سره یې له تېرو څو کلونو راهیسې اړیکې هم ښې دي، نو چین کولی شي چې د افغانستان په بیا رغونه کې ښه پانګونه وکړي او موږ هیله لرو چې له چین سره مو اړیکې نورې هم پر مخ ولاړې شي، تر اوسه هم ډېر ښه یو، له چین سره تجارت هم لرو، د چین له لوړپوړو چارواکو سره ناستې ولاړې هم لرو او د چین سفارت هم په کابل کې خلاص دی، نو دا ټول د دې څرګندونه کوي چې موږ او چین هم ښې اړیکې لرو او هم په راتلونکي کې دواړه طرفونه او هېوادونه د اړیکو لا ښه والي او ودې ته ژمن دي.

متقي څو ځلې له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي تر څو په دغه هېواد کې له اوسنيو اقتصادي ستونزو سره مرسته وکړي او د خلکو ژوند ښه شي. په دې هکله متقي په مرکه کې وويل،

د افغانستان د پیسو د راخلاصون لپاره مو د نړۍ له هېوادونو سره خبرې کړي دي، له امریکا سره مو هم خبرې کړي او په پاکستان کې مو د ترویکا پلس د غونډې له ګډونوالو سره چې امریکا هم پکې وه، خبرې وکړې. ځکه دا د افغانستان د ولس پانګه ده او باید ژر تر ژره را خلاصه شي. امریکایانو ته مو ویلي چې اوس موږ او تاسو د یو او بل نظامي مخالفین نه یو او یو او بل ته په نظامي سنګرونو کې نه یو ناست او د دوحې له تړون وروسته موږ تاسو ته کوم تکلیف نه دی رسولی، نو دغه پانګه چې تاسو کنګل کړې، په کوم دلیل مو کړې ده؟ په دې کې خو نور هېڅ دلیل نشته او دا داسې پیسې هم نه دي چې دا طالب کور ته ځي، دا خو د افغانستان د بانک پشتوانه ده او د افغانستان اقتصاد ته یې ګټه رسېږي او اقتصاد خو د ټول هېواد او هېوادوالو اقتصاد دی، نو په دې برخه کې موږ خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي.

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت له جوړېدو  راهیسې، د ټول شموله حکومت د  جوړېدل، د لږکيو قومونو  او دغه راز د ښځو او ماشومانو د حقوقو او ګټو د ساتلو مسئلې تل د نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ دي. متقي په دې برخه کې د حکومت د پرمختګ په هکله داسې وويل، که د ټولشموله مطلب دا وي چې په هغه کې د افغانستان د ټولو قومونو استازي ګډون ولري، نو د افغانستان کوم قوم دی چې هغه له دې نظام نه بهر دی، زموږ په کابینه کې خو تاجک شته، ازبک شته، پښتانه شته، نورستاني شته، بلوڅان شته او که له دې څخه مطلب دا وي چې له مختلفو سیمو  کسان وي، نو زموږ په کابینه او حکومت کې خو د پنجشېر وزیر شته، د بدخشان، د فاریاب شته، د کندهار شته د ننګرهار شته، د کابل شته او که چېرته څوک له موږ نه مخکینۍ اداره ټولشموله بولي او په رسمیت یې پېژني، نو هماغه اداره خو کټ مټ په هماغه شکل پاتې ده، خو یوازې د سر کسان یې تللي دي، نور خو موږ یو مامور هم له وظیفې نه نه دی لېرې کړی، که هغه لوړ رتبه دی که ټیټ رتبه، څوک ثبوت نه شي وړاندې کولی او که څه کسان تللي وي او تښتېدلي وي، هغه خو د هغوی کار دی او تاسو ته معلومېږي چې سیاسي بستونه هرڅوک طرف چې قدرت ته ورسېږي، که هغه د انتخاباتو له لارې وي، که هغه د کودتاه له لارې وي، که هغه د انقلاب له لارې وي، که هغه له هرې لارې نه وي، نو طبعاً هغه له خپل ژمن ټيم نه کابینه جوړوي، ترڅو ښه خدمت وکړای شي. په نړۍ کې نور ځایونه هم داسې یو مثال څوک نه شي وړاندې کولی چې یو څوک قدرت ته رسېدلي وي او بیا یې خپل مخالفین هم په کابینه کې ورسره اخیستي وي، خو د دې باوجود موږ کوشش کړی او کوو یې او ان شاالله نور به هم په دې برخه کې قدمونه اخلو.

راځو د ښځو برخو ته د بشر د حقونو برخو ته، تاسو ته معلومېږي چې کابل ته د مجاهدینو او طالبانو له راتګ مخکې د کرونا له امله مکتبونه بند وو، موږ چې راغلو له صفر څخه کار پیل شوو، اوس هاغه دی د ذکرو مکتبونه سل فیصده خلاص دي، د ښځينه وو تر شپږم ټولګي پورې په ټولو ولایتونو کې پرانیستي دي او په ځينو سیمو کې له دې نه لوړ ټولګي هم پرانیستي دي، یانې په دې چاره کې موږ پرمختګ کړی، موږ خو ولاړ نه یو، موږ خو جام نه یو، موږ خو هاغه دي ۷۵ یا ۸۰ فیصدو ته رسېدلي یو. راځو د بشر د حقونو په برخه کې په ټول افغانستان کې څوک ادعا نه شي کولی چې زه په کوم سیاسي جرم بندي شوم، یا ووهل شوم یا څوک مړه شول، په ټول افغانستان کې له مسلح مخالفینو پرته چې چا مقاومت کړی، مخالفت یې کړی، موږ یو سیاسي بندي هم نه لرو، د ټول افغانستان په زندانونو کې موږ یوه ښځینه بندي نه لرو، په ټول افغانستان کې د تېر رژیم که لوړپوړي غړي دي، یا ټيټ رتبه خلک دي، هغوی ټول ارام ژوند لري، که څوک وايي چې ډېر زیات خلک له هېواده تللي دي، یا ځي، دا ولې ځي؟ ښکاره خبره ده چې اقتصادي مهاجر دي، دا یوازې له افغانستانه نه دي، بلکې د سیمې له ټولو هېوادونو څخه ځي. حتی په ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران کې زموږ په میلیونو مهاجر پراته دي، اوس چې څوک په پولو اوړي را اوړي او په زرهاوو خلک ښکارېږي، د خلکو خیال دا دی چې دا هم ټول هغه خلک دي چې فرار کوي، خو حقیقت دا دی چې دا سلسله له څلوېښت کلونو راهیسې روانه ده، څوک ځي، څوک راځي. او ځینو کسانو ته چې غرب اشارې وکړې چې راشئ، نو که غرب زموږ ګاونډیانو هېوادونو ته هم داسې سهولت ورکړي، له هر هېواده به همدمره زیات خلک ځي، له دې نه به هم زیات شي.