د چین او افريقا ترمنځ اړيکو کې د امريکې مداخله به ناکاميږي
cri2021-11-24 11:30:04
شريکول:

د امريکې د بهرنیو چارو وزير انټونی بلينکن څو ورځې مخکې له کینيا، نيجريا او سنیګال څخه ليدنې وکړې او په بهير کې يې اعلان وکړ، چې امريکا به بيا افريقا ته مخ واړوي او خپلو چارو ته به دوام ورکړي. خبري رسنۍ وايي، چې بلینکن په افريقا کې په کومې خوا د امريکا په پلوۍ د درېدو او ملاتړ فشار نه دی راوړی، خو اصلي موخه يې هم نه ده بدله شوې او غواړي چې د چين او افريقا په اړیکو کې په زور مداخلت وکړي او په افریقا کې د خپلې اغېزې په پراخولو سره د چین ډيپلوماتيکه فضا کمه کړي.

د يادولو وړ ده، چې بلينکن د دغه سفر په ترڅ کې ويلي، چې امريکا نه غواړي له نورو هېوادونو سره د افريقا اړيکې محدودې کړي، خو په عین وخت کې يې تورونه هم لګولي چې، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په اړه د ځينو هېوادونو د تړونونو له امله، د افريقايي هېوادونو پورونه له کنټرول څخه وتلي دي. د ځينو څېړوونکو په اند، د بلينکن دغه تورونه د یو کمربند او يوې لارې وړانديز ته اشاره وه.

په حقيقت کې د چین او افريقا ترمنځ دوستانه همکارۍ ډېرې نږدې دي او نه به څوک دا اړیکې خرابې کړي. د نیجريا د بهرنيو چارو وزير په مستقيمه توګه  د بلينکن یاد تورونه رد کړل او ويې ويل، چې له چین سره همکارۍ زموږ هېواد ته ډېر ګټور فرصتونه رسولي او چینایان د لویو پروژو او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخو کې زياتې ګټورې تجربې لري. د جنوبي افريقا د سيټيزن ورځپاڼې د یوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې امريکا په نړۍ کې تر ټولو لومړی لوی اقتصاد دی، خو د افريقايي هېوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه لري او افريقايي هېوادونه د خپلو ملګرو د انتخاب  حق لري.

د ملګرو او دوستانو ترمنځ اړیکې او تګ راتګ د متقابل تفاهم او صمیمت پر بنسټ ترسره کيږي، خو امريکا له اوږدې مودې راهيسې، له افريقايي هېوادونو سره مرستې نه دي کړي او يا يې هم سياسي شرایطو پورې تړلې دي. امريکې د افريقايي هېوادونو پرمختګ او د افريقایانو ژوند ته پاملرنه نه ده کړې، بلکې افريقايي هېوادونه يې د سيمې سياست په سيالۍ کې  وسیلې بللې دي. بلینکن ويلي، چې امريکا د افريقا چارو ته ستنه شوه، خو حقیقت دا دی چې امريکې په تېرو لسګونو کلونو کې افريقایي چارو ته هېڅ ريښتنې پاملرنه نه ده کړې.

ډيپلومات مجلې د یوې مقالې په خپرولو سره دې اشاره کړې، چې افريقا د امريکې په ډيپلوماتيکو چارو کې هېڅ لومړیتوب نه لري.

بله خوا، چین له افريقايي هېوادونو سره په تګ راتګ او همکارۍ کې تل صميمي رویه غوره کړې او خپلې ژمنې يې ورسره پوره کړې دي. د زيمبابوي یوه ټليويزیون څو ورځې مخکې د يو مستند فلم په خپرولو سره د کرونا وبا ضد مبارزه کې له دغه هېواد سره د چین د مرستې کېسه وړاندې کړې ده. دغه مستند فلم ښيي، چې چین له زیمبابوي سره د کرونا وبا ضد واکسين په برخه کې ډېره مرسته کړې، چې پر مټ یې د دغه هېواد په ويکتوريا فالس ښار کې پر کرونا د اوسېدونکو او سيلانيانو د اخته کېدو انډول ټيټ او کنټرول شوی او د مړينې انډول يې هم صفر ښودل شوی دی. په دغې سيمې کې د سيلانۍ چارې ګام په ګام عادي شوي او اقتصاد د بيااحیا په حال کې دی. د مالوماتو له مخې، په زیمبابوې کې وګړيو ته ورکړل شوی واکسين ۹۵ سلنه د چین لخوا برابر شوی دی.

برسيره پر دې، چین له تېرو مسلسلو ۱۲ کلونو راهيسې د افريقا لومړی لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی. د چین او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم تر فعالېدو وروسته، د دواړو خواوو سوداګريز ارزښت شل برابره زيات شوی او په افريقايي هېوادونو کې د چین مستقيمې پانګونې سل چنده زياتې شوې دي. چیني شرکتونو په افريقا کې د لس زرو کيلومترو په اوږدوالی نوې اوسپنيزې لارې او د سلو زرو کیلومترو په اوږدوالی نوي سړکونه جوړ کړي دي، نو څوک د افريقا صمیمي ملګری دی؟  ځواب يې ډېر څرګند دی. د چین او افريقا ترمنځ په اړيکو کې د امريکې د زور مداخله او شوم نیت به خامخا ناکاميږي.