د چين د بهرنيو جارو وزير وانګ يي د نومبر پر ۲۷مه نېټه د سويس له بهرنیو چارو وزیر ايګنازيو کاسيس سره ټېليفوني خبرې وکړې.
وانګ يي وويل، چې چين او سويس د کرونا وبا ضد مبارزه کې يو له بل سره مرسته او همکارۍ کړې. د روغتيا نړيوال سازمان مرکزي دفتر په سويس کې دي ، چين غواړي له سويس سره د دغه سازمان له رول څخه ملاتړ وکړي او په نړۍ کې د کرونا ضد واکسين د برابر ويش لپاره خدمت وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې سويس د ژمنيو لوبو په برخه کې غښتلی دی، نو چين غواړي له سويس سره د سپورټي ډګرونو او سټوډيومونو د جوړونې، د لوبغاړو د روزنې په برخو کې تبادله او همکارۍ وکړي. د المپيک نړیواله کمېټه هم په سويس کې ځای پر ځای ده، چين هيله لري، چې دواړه هېوادونه سپورټ ته د سياسي رنګ ورکولو له کړنو سره مخالفت وکړي او د نړيوالو سپورټي سياليو لپاره سالم چاپيريال برابر کړي.
کاسيس چين ته د کرونا وبا ضد مبارزه کې د ستري بريا تر لاسه کولو مبارکي وویل او له سويس سره د چين د مرستې مننه يې وکړه. هغه وويل، چې چين د نړيوال اقتصاد د اعاده کېدو لپاره مهم خدمتونه کوي.
کاسيس زياته کړه، چې سويس سپورټ ته د سياسي رنګ ورکولو له کړنو سره مخالفت کوي او باور لري، چې د بېجينګ د المپيک ژمنې لوبې به بريالۍ شي.