ټاکل شوې وه، چې د چک ولسمشر میلوس زيمن به د نومبر د ۲۸مې نېټې د غرمې په ۱۱ بجو د دې هيواد د خلکو ډيموکراتيک ګوند رئيس پيټر فيلا د نوي حکومت د صدراعظم په توګه معرفي کړي، خو د ولسمشر زيمن د کرونا ټېسټ مثبت ختلی دی.
د دغه هېواد د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول د مقرراتو له مخې، ولسمشر زيمن باید ۱۴ ورځې کرنتين شي.
پيټر فيلا څه موده وړاندې د چک له پارلمان څخه د اعتماد رایه واخېسته او د دې هيواد د نوي حکومت صدراعظم وټاکل شو.
د چک د روغتيا وزارت چارواکو د دې هيواد د ولسمشر او نوي صدراعظم ترمنځ ليدنې او معرفۍ سره مخالفت ښودلی او پر دې يې ټينګار کړی، چې مشران بايد د نورو اتباعو په څېر د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول مقررات مراعات کړي.