شي جين پينګ له فلسطينيانو څخه د ملاتړ نړيوالې ورځې ياد غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
cri2021-11-30 11:34:17
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۹مه نېټه په ملګرو ملتونو کې له فلسطينيانو څخه د ملاتړ نړيوالې ورځې ياد غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
هغه په دې پيغام کې ليکلي، چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلو د حل کليدي برخه ده. د فلسطين مسئلې عادلانه حل وفصل او په سوله کې د فلسطين او اسرائيل ګډ ژوند او ګډ پرمختګ د دواړو خواوو له ګډو ګټو او د سيمه ييز ثبات د ساتنې له دايمي موخې سره سمون لري. د فلسطين مسئله دې د سمو اصولو پر بنسټ حل شي. نوموړي زياته کړې، چې نړيواله ټولنه دې د مادريډ سوله ييزې غونډې ۳۰مه کليزه يو فرصت وبولي او فلسطين او اسرائيل دې وهڅوي، چې د دواړو هېوادونو لايحې پر بنسټ خپلمنځي خبرې بيا پيل کړي. (شکريه)