لي که چیانګ د اسيا- افريقا د قانون مشورتي سازمان په ۵۹مه غونډه کې ګډون وکړ
cri2021-11-30 11:17:47
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲۹مه نېټه په انلاین ډول د اسيا- افريقا د قانون مشورتي سازمان په ۵۹مه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه سازمان د نړيوالو قوانینو په برخه کې د اسيا او افريقا ترمنځ د ستونزو د حل یوازينی ډګر دی. نوموړي د دواړو خواوو د همکارۍ په اړه ۵ وړانديزونه وکړل، لومړی، اسيا او افريقا دې پر څواړخيزم ټينګار وکړي. دوهم، دواړه لويې وچې دې خپلمنځي تبادلې او تګ راتګ زيات کړي. درېیم، دواړه خواوې دې د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ نورې هم پياوړې کړي. څلورم، د اسيا او افريقا بېلا بېل هېوادونه دې زرغون او دوامداره پرمختګ په ګډه وهڅوي. پنځم، دواړه لوري دې د مساوات او عدالت په پام کې وښيي او نړيواله قانوني اداره دې پياوړې کړي. 

د اسيا-افريقا د قانون مشورتي سازمان ۵۹مه غونډه په هانکانګ کې ترسره شوه او د دغه سازمان د غړيو، کتونکو هېوادونو او د نړيوالو سازمانونو کابو ۲۰۰ استازو په دغې غونډې کې برخه اخيستې وه. (هيله)