د چين د دولت ريئس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر پر ۲۹مه نېټه په جلا جلا توګه د چين او روسيې ترمنځ د انرژۍ درېيم تجارتي فورم ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د انرژۍ همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو مهمه موضوع ده. چين غواړي له روسيې سره د انرژۍ همکارۍ لا پياوړې کړي او د انرژۍ د خونديتوب د ساتنې او د نړيوال اقليمي بدلون ضد د مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي.