د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين او روسيې د انرژۍ ۳م سوداګريز فورم په انلاین او افلاين ډول په بېجينګ او مسکو کې ترسره شو. د چین مرستیال صدراعظم هان جنګ د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه او دغه فورم ته يې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام وړاندې کړ.
د چین او روسيې د انرژۍ تصدیو، پولي ادارو، څېړنيزو ارګانونو او صنعتي ټولنو څه باندې ۳۰۰ استازو په يادو پرانيستونکو مراسمو کې برخه اخیستې وه. (هيله)