پنګ لي يوان په لين فن ښار کې د اېډز ناروغۍ د مخنيوي ښوونځي زده کوونکو ته پيغام وليږه
CMG2021-12-01 15:06:03
شريکول:

د چين د شان شي ولايت په لين فن ښار کې د سور ورېښمين کمربند په نوم ښوونځی، چې پر اېډز ناروغۍ د اخته ماشومانو د منلو لپاره جوړ شوی، د اېډز ناروغۍ د ۳۴مې نړيوالې ورځې په درشل کې د دغې ورځې او د دغه ښوونځي د جوړېدو د لسمې کليزې په مناسب فعاليت تر سره کړ.

د توبر کلوز او اېډز ناروغيو ضد د مبارزې په چارو کې د روغتيا نړيوال سازمان افتخاري استازې پنګ لي يوان دغه فعاليت ته يو ويډيويي پېغام ليږلی او د نوموړي ښوونځي زده کوونکي يې هڅولي دي.

په دغه فعاليت کې له اېډز سره د چين د مبارزې بېلګې او تر لاسه شوي برياليتوبونه نندارې ته وړاندې شول.