ايران : د اټومي تړون د ويانا خبرو اړوندو خواوو پر ايران باندې د بنديز لغوه کول تر نظر لاندې نيولي دي
cri2021-12-01 11:41:44
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزیر او د اټومي خبرو اترو لومړي استازي محمد حسين باقري د نومبر په دېرشمه نېټه وويل، د ايران د اټومي تړون اړوندو خواوو د نومبر په ۲۹مه نېټه د اطريش په پلازمينې ويانا کې موافقه وکړه، چې پر ايران د لګېدلو بنديزونو لغوه کولو ته به لومړيتوب ورکړي.

د ايران ملي ټليويزيون د نومبر په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ، چې باقري د نوي پړاو خبرو اترو په اړه د مالوماتو ورکولو په وخت کې يادې خبرې اترې رغنده او ګټورې بللې دي، اړوندو خواوو د خبرو اترو په لومړۍ ورځ موافقه کړې، چې پر ايران د غيرعادلانه او ناقانونه بنديزونو لغو کولو ته به لومړيتوب ورکړي او يو ځانګړی کاري ټيم به د نومبر په ۳۰مه نېټه په دې اړه یوه غونډه جوړه کړي.

باقري زياته کړې چې ګڼ شمېر ملګرو هېوادونو د ايران له نظريو ملاتړ کړی او په دې اند دي، چې امريکا دې پر ايران بنديزونه پای ته ورسوي او له اټومي تړون څخه دې بيا نه وځي. (شکريه)