په ملګرو ملتونو کې د چين استازی: چين د پرمختيايي هېوادونو د باور وړ او صميمي همکار دی
CMG2021-12-01 11:36:29
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د نومبر په ۳۰ مه نېټه د چين او ۷۷ هېوادونو ډلې د خارجه وزيرانو په ۴۵ مې غونډې کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي وويل، چې پرمختيايي هېوادونه دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، پر رښتيني څواړخیزم دې ټينګار وکړي او د خپل توان د لوړولو لپاره دې هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې چين تل د پرمختيايي هېوادونو د باور وړ او صميمي همکار پاتې شوی او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو او د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ لپاره يې تل هڅې کړي او کوي يې.