چين: د وباوو د مخنيوي تړون د لاسليک لپاره به له بېلابېلو خواوو سره تماس وساتي
CMG2021-12-01 11:35:13
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د نومبر په ۳۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د لویو وباوو د مهارولو لپاره هيڅ هڅې نه سپموي او له هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي، چې د راتلونکو ممکنو وباوو پر وړاندې د نړيوالې مبارزې لپاره ګټور وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتيا نړیوال کنفرانس به ژر پيل شي او ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې به د وباوو د مخنیوي لپاره يو قوي تړون لاسليک شي، څو د وباوو د مهارولو په برخه کې روغتيا نړيوال سازمان ته زياتې زمينې برابرې شي.

ښاغلي جاو لي جيان زیاته کړه، چې چين به د دغه تړون د لاسليک لپاره له بېلابېلو خواوو سره تماس وساتي او هيله يې وښوده، چې د دې غونډې اړونده اجنډا د ملګرو ملتونو او د روغتيا نړيوال سازمان تر چوکاټ لاندې سالمه مخ ته لاړه شي او سياسي نه شي.