CRI Online

چين د محرکو درملونو اداره پياوړی کوی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د خوراکي موادو او درملو څارنې ارګان يو چارواکي د جون په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل چين د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره د سياليو د يوې عادلانه زمينې د جوړولو لپاره د محرکو درملونو د توليد او پلورنې په شمول د بېلا بېلو برخو اداره پياوړی کړې ده.

د تحريکونکو درملو له رامنځته کېدو راهيسی د اولمپيک لوبو ته يې ډېرې ستونزې رسېدلی دي. چين په ٢٠٠١ کال کې د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو راهيسی د تحريکونکو درملو ادارې د پياوړی کولو لپاره زيات تدبيرونه نيولې دي. د چين حکومت په ٢٠٠٤ کال کې دمحرکو درملونو ادارې مقررات خپاره کړل چې له مخې يې د دغو درملونو ادارې د پياوړتيا لپاره قانونی ملاتړ برابر شوی دی. د تېر کال له دوهمې نيمې راهيسی د چين د درملو څارنې، صنايعو او سوداګرۍ او د عامه امنيت ساتنې ارګانونو په شمول يو لړ څانګو په ګډه د محرکو درملونو د ادارې ځانګړی کارونه تر سره کړی چې له مخې يې دا ضمانت وشي چې تحريکوونکی درمل يوازی د ناروغانو درملنې لپاره وکارول شي، نه د لوبغاړيو لپاره .

د چين د خوراکي موادو او درملو د څارنې ادارې مرستيال وو جن وويل د هغو تدبيرونو نيولو له امله چې د محرکو درملونو په توليدی تصديو ته څارونکو ليږل شوی او پر دغه شان درملونو باندی څرګندې نښې لګول شوی ، نو د چين د

تحريکوونکو درملو ادارې ښکاره برياليتوبونه تر لاسه کړې دي. ده وويل (اواز١)

زموږ ادارې د مې په دوهمه لسيزه کې د اولمپيک لوبو په شپږو همکارو ښارونو کې دمحرکو درملونو بشپړه څارنه او پټه څارنه تر سره کړې. د څارنې له نتيجې څخه څرګندېږی چې د درملونو توليدي او عمده پلورنې تصديو او د درملو پرچون پلورنې دکانونه دمحرکو درملونو ادارې له غوښتنو سره سمون لري.

ښاغلي وو جن وويل چين دمحرکو درملونو په اړه قضيو ته سخته سزا ور کوی . د تېر کال له دوهمې نيمې څخه تر اوسه پوری اړوندو ارګانونو يو سل او پنځوس تصديو ته سخته سزا ور کړې چې په ناقانونی توګه تحريکوونکی درملونو توليد او پلورنه وکړه. د معلوماتو له مخې، د جيانګ شي ولايت يو جرم په وروستيو ورځو کې په قانونی توګه د محرکو درملونو د پلورلو له امله د ځايی محکمې لخوا د اته سوه زره يوانو ور کولو په جديمه او اوه کاله بند محکوم شو.

ښاغلي وو جن وويل چين د تحريکوونکيو درملو په اړه د قضيو څېړلو په ترڅ کې يو شمېر ستونزې هم لري، په تېره بيا ځينی مجرمين د انټرنيټ شبکې له لارې په پټه توګه تحريکوونکی درمل پلوري. د چين اړوند ارګان په څارنه کې دری سوه او شل د انټرنيټ ناقانونه شبکو سټېشنونه له منځه وړي چې پکی د يو شمېر سټېشونو خدمتي سيستمونه په نورو هېوادونو کې دي.

ښاغلي وو جن وويل (اواز٢)

موږ په دغه کار کې د نړيوالې ټولنې او بېلا بېلو هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لرو، ځکه دا يوه نړيواله ننګونه ده او له دغې ننګونې سره د مقابلې لپاره د ګردې نړې ګډو کوششونو ته اړتيا لری. موږ

غواړو له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د محرکو درملونو اداره پياوړی کړو او د اولمپيک لوبو سياليو لپاره د يوې عادلانه زمينې جوړولو ته خپل خدمتونه وکړو.

د معلوماتو له مخې، د چين د درملو څارنې او د عامه امنيت ارګانونو په شمول اته ارګانونه به د روانې مياشتې له پايه څخه د راتلونکي مياشتې تر سر پوری په عمده توګه د تيان جين او شن يانګ په شمول د اولمپيک لوبو شپږو همکارو ښارونو او يو شمېر د سيلانۍ ښارونو څارنه وکړي. د ښاغلي وو جن په وينا چين به تر وسی پوری د بېجينګ اولمپيک لوبو سياليو د يوې برابرې زمينې د جوړولو لپاره زيار وباسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای