CRI Online

د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره تياريانې تر ټولو مهم پړاو ته رسېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه يو لړ مهم معلومات وړاندې کړو.

د جولای له اتمې نېټې څخه د بېجينګ اولمپيک لوبو پيل ته يوه مياشتې پاتې وه. په هغه ورځ د بېجينګ اولمپيک لوبو عمده مطبوعاتي مرکز او د نړيوالو خپرونو مرکز په رسمي توګه پرانيستل شول چې ټول ثبت کېدونکي خبريالان به د اولمپيک لوبو په ترڅ کې په کې کار وکړي. له دغې ورځې څخه د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره تياريانې تر ټولو مهم پړاو ته رسېدلی دی.

د روانې مياشتې د اتمې نېټې په سهار د بېجينګ اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې مشر ښاغلي ليو چي او د اولمپيک نړيوالې کمېټې د بېجينګ اولمپيک لوبو همغږې کمېټې مشر ښاغلي هېن ويربروګن د عمده مطبوعاتي مرکز او د نړيوالو خپرونو مرکز د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د خبر له مخې، څه دپاسه شپږويشت زره تنه ثبت شوي خبريالان به د بېجينګ اولمپيک لوبو په خبر ليکلو کې ګډون وکړي. په يادو شويو دوو مرکزونو کې د کاري ډلې مشر ښاغلي شا وان چيوان خبريالانو ته وويل

( لومړی اواز)

يو سل او څلور څلويښت خبري رسنيو د عمده مطبوعاتي مرکز يو سل او لس دفترونه په کرايه نيولي چې دغه دوه شمېره د اولمپيک لوبو په تاريخ کې تر ټولو زيات دي.

د بېجينګ اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې د مرکو، تخنيکونو او ژوند په ساحو کې يادو شويو خبري رسنيو ته د بشپړو خدمتونو برابرولو لپاره زيات کوښښونه کړي دي.

ښاغلي هېن ويربروګن په عمده مطبوعاتي مرکز او د نړيوالو خپرونو په مرکز کې خبريالانو ته د برابرونکيو کاري شرطونو لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل

( دوهم اواز)

عمده مطبوعاتي مرکز نه يوازې د خبريالانو کاري ځای دی، بلکې په بېجينګ کې له هوټل پرته د دوی د اوسېدو بل ځای هم دی چې دوی به هره ورځ د څليرويشتو ساعتونو لپاره په کې کار وکړي او خپلو منوونکيو ته به د اولمپيک لوبو په اړه رنګا رنګ معلومات او خبرونه برابر کړي. موږ بايد د تشيکلاتي کمېټې له ټولو کارکوونکيو څخه مننه وکړو چې د خبريالانو د اړتيا وړ ټول شيان او شرطونه يې چمتو کړي دي.

د جولای له اتمې نېټې څخه د راتلونکي اګست تر اتمې پورې به په عمده مطبوعاتي مرکز کې هره ورځ لږ تر لږه يوه خبري ناسته تر سره شي.

د جولای له اتمې نېټې څخه تر څوارلسمې نېټې پورې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال د چين د داخلي مغولستان په خپلواکه سيمه، هې لونګ جيان او جي لين ولايتونو کې لېږدول شوی دی. ځايي وګړيو د مشال لېږدونې په بهير کې په

ځانګړيو لارو چارو د اولمپيک لوبو د سپېڅلي مشال په اړه خپل تاوده احساست څرګند کړي دي. د چين مشهورو لوبغاړيو شن شوی او جاو هونګ بو د جولای په دوولسمه نېټه په هاربين ښار کې سره يو ځای مشال ولېږداوه. لوبغاړي جاو هونګ بو وويل

( درېيم اواز)

ما په ١٩٩٨ کال کې د چين د سپورتي پلاوي د بيرغچي په توګه د ژمنيو اولمپيک لوبو په پراينستونکو مراسمو کې ګډون کړی و، خو نن زه ډېر خوشحاله او احساساتي يم چې په خپل ټاټوبی کې د اولمپيک لوبو سپېڅلی مشال لېږوم.

د بېجينګ د سيلانۍ چارو د يو لړ تازه شمېرنو له مخې، د جولای تر يوولسمې نېټې پورې ټاکل شوي چې د اولمپيک لوبو په ترڅ کې به يو سل او شل زره تنه سيلانيان بېجينګ ته سفر وکړي. د بېجينګ ښار د سيلانۍ ادارې مرستيالې شيونګ يو مې د جولای په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې زيات شمېر هغه بهرنيان به د اولمپيک لوبو په ترڅ کې چين ته سفر وکړي چې د اولمپيک لوبو سياليو ټکټونه يې اخيستي دي. اټکل کېږي چې تر هغه پورې بېجينګ ته سيلانيانو شمېر څلور سوه او پنځوس زرو ته ورسېږي. نوموړې زياته کړه چې د بېجينګ اړوندې څانګې به د بېلا بېلو هېوادونو د سيلانيانو او نندارچيانو لپاره په څو ژبو خدمتونونه برابر کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د بېجينګ اولمپيک لوبو پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای