CRI Online

د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي د ښو نتيجو د تر لاسه کولو لپاره کوښښ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د بېجينګ اولمپيک لوبو پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اوېدونکيو ته د جولای له يوويشتمې نېټې څخه تر اووه ويشتمې نېټې پورې د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه مهم خبرونه وړاندې کړو. د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره د ښو نتيجو د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه کوي.

د جولای په پنځه ويشتمه نېټه چې د بېجينګ اولمپيک لوبو پيل ته دوه اوونۍ پاتې وې، د چين سپورتي پلاوی په بېجينګ کې په رسمي توګه جوړ شو. د دغه پلاوي د غړيو او د ګډون کوونکيو پروګرامونو شمېر يې په اولمپيک لوبو کې د چين د ګډون په تاريخ کې تر ټولو زيات دی. د چين د سپورتي پلاوي مرستيال ښاغلي داون شه جيې وويل

د چين يو زر او نهه نوي کسيز سپورتي پلاوی به د بېجينګ اولمپيک لوبو په ټولو اته ويشتو پروګرامونو کې ګډون وکړي. زموږ په سپورتي پلاوي کې شپږ سوه او نهه دېرش تنه لوبغاړي ليدل کېږي چې په ترڅ کې يې له برج څخه د ټوپ وهلو لوبغاړې ګوه جينګ جينګ، د غشي ويشتلو لوبغاړي تان ځونګ ليانګ او د

بسکيټبال لوبغاړي لي نان د چين د سپورتي پلاوي په استازيتوب د اتلانتا، سيدني او اتن د دريو دورو په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی او شپږ سوه او نهه شپېته تنه نور به يې د لومړي ځل لپاره په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي.

که څه هم د چين سپورتي پلاوی د طلايي ميډالونو تر لاسه کولو په برخه کې د خپلې موخې په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي، خو د ځينو کسانو په أند د چين لوبغاړي له برج څخه د ټوپ وهلو، د وزن پورته کولو، د غشي ويشتلو، جمناستيک او پينګ پنګ په شمول زياتو پروګرامونو کې د طلايي ميډالونو تر لاسه کولو توان لري. د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي اوس د کوربه هېواد چين د پياوړي توان په وړاندې په زياتو تمرينونو بوخت دي.

د امريکا د اولمپيک کمېټې څو ورځې مخکې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون کوونکيو لوبغاړيو لست خپور کړ چې په ترڅ کې د لامبو وهلو تر ټولو مشهور لوبغاړی مايکل فيلپوس هم شامل دی. د ده موخه دا ده چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې اته طلايي ميډالونه تر لاسه کړي. که د ښاغلي فيلپس هيله تر سره شي، نو نوی نړيوال ريکارډ به تر لاسه کړي.

د يادونې خبره دا ده چې د امريکا په سپورتي پلاوي کې زيات لوبغاړي له يوې کورنۍ څخه راغلي دي. د بېلګې په توګه، د ټېنس لوبغاړي وينوس ويليامس او سيرينا ويليامس خويندي دي، جمناستيک لوبغاړي پاول هام او مورګن هام ورونه دي. د امريکا د تکواندو درې لوبغاړي درې خويندي دي چې نومونه يې ماريک، ديانا او ستيفن دي او روزونکی يې د دوی مشر ورور دی. د امريکا د سپورتي پلاوي مشر ښاغلي چارلس لي وويل

اوس د امريکا لوبغاړي د ټاکلي پلان له مخې تمرينونه کوي او بېجينګ ته له رسېدو وروسته به د بېجينګ د دارالمعلمين پوهنتون په جمنازيمونو کې تمرينونه وکړي. ما په تېر جون کې له ياد شوي پوهنتون څخه ليدنه کتنه وکړه چې شرطونه يې ډېر ښه او بشپړ دي.

برسېره پر دې، په عربي متحده اماراتو کې د اولمپيک لوبو فضا هم توده ده چې دوی به د اتو تنو لوبغاړيو په لېږلو سره د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي. د دغه هېواد د اولمپيک کمېټې سرمنشي ابراهيم عبدالمالک وويل

موږ غواړو چې د غشي ويشتلو په پروګرام کې يو ميډال تر لاسه کړو. د اتن په اولمپيک لوبو کې زموږ لوبغاړي شاهزاده احمد په دغه پروګرام کې يو طلايي ميډال تر لاسه کړی و، نو دی به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې يو ځل بيا ګډون وکړي. دغه راز موږ په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو يو طلايي ميډال تر لاسه کولو زياته شونتيا لرو.

په دغه اوونۍ کې د تاسف وړ يو لړ خبرونه هم شته، د بېلګې په توګه د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د عراق د ګډون حق لغوه شوی او ځينو نړيوالو مشهورو لوبغاړي د ټپي کېدو له امله د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون نه کولو اعلان کړی دی.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې د جولای په څليرويشتمه نېټه د عراق په عنوان يو پيغام واستاوه چې له مخې يې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د عراق د ګډون حق

لغوه کړی دی. د معلوماتو له مخې، د روان کال د مۍ په مياشت کې د عراق حکومت د اړوندو کارکوونکيو د کمښت په پلمه د دغه هېواد د اولمپيک کمېټه منحل کړه او د سپورتي چارو او ځوانانو وزير په مشرۍ يې يوه لنډ مهالې کمېټه جوړه کړه. دغه راز د اولمپيک د نړيوالې کمېټې اجرائيوي کميسيون د جون په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې په سپورتي چارو کې د عراق حکومت د سياسي لاسوهنې له امله د دغه هېواد لوبغاړي په اولمپيک لوبو کې ګډون نشي کولای.

ګرانو او محترمو اوېدونکيو، د بېجينګ اولمپيک لوبو پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای