CRI Online

سپورتي روحيه د ون چوان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سيمو کې د ماشومانو هڅه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:18:04

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠٠٨ کال د مۍ په دوولسمه نېټه د چين په سه چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه او ټولو چينايانو زلزله ځپلو سيمو ته زياتې پيسې او مرستندويه توکي ورکړل. د سختې زلزله له اتو مياشتو وروسته ځيني مشهور سپورتي لوبغاړي او سپورتي کارکوونکي زلزله ځپلو سيمو ته ورغلل او د سپورتي روحيې په کارولو سره د دغو سيمو ماشومانو هڅه کوي. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د ٢٠٠٨ کال د مۍ په پيل کې د سه چوان ولايت د ميان جو ښار نان شيوان ښوونځی د چين د سپورتي چارو عمومي ادارې د خاکي لوبو مرکز له خوا د لوبغاړيو د روزلو اډې په توګه وټاکل شو. خو د خاکي نوي ډګر د جوړلو پلان د مۍ په دوولسمه نېټه د سختې زلزلې له امله وځنډېدل شو. د سختې زلزلې له درې مياشو وروسته دغه ښوونځی په زياتو مرستو سره په کې لنډ مهالي ټولګي جوړ شول، د درس ورکول يې اعاده کړل او د خاکي يو معياري ډګر يې جوړ کړ، ځکه چې د خاکۍ لوبه په دغه ښوونځي کې ډېره مروجه ده. له سختې زلزلې وروسته د چين د خاکي ښځينه ډلې پخواني عمده روزنکی کوريايی ښاغلي کيم چانګ بک سمدلاسه زلزله ځپلو سيمو ته د يو لک يوانو بسپنه ورکړه او له اتو مياشتو وروسته يې د چين د خاکي

ښځينه ډلې له ځينو لوبغاړيو سره يو ځای ميان جو ښار ته ولاړ او د ياد شوي ښوونځي له زده کوونکيو سره يې وکتل. د دغه ښوونځي ښوونکي ښاغلي جانګ جينګ پنګ له دې امله ډېر خوشحاله شو او و يې ويل

( لومړی اواز)

د دوي راتګ نه يوازې زموږ هڅه کولای شي، بلکې موږ ته يې خوشحالۍ او نيکمرغۍ هم راوړلي دي.

د چين د خاکۍ ښځينه ډلې لوبغاړيو اغليو چن چاو شيا او جانګ يي پنګ حتې د دغه ښوونځي له ځينو زده کوونکيو سره د خاکۍ لوبه وکړه. د سيالۍ په ترڅ کې دوه سپورتي لوبغاړي او زده کوونکي ټول خوشحاله شول او له لوبې څخه يې زيات خوند واخيستل.

ښاغلي کيم چانګ بک څرګنده کړه چې د سپورت اهميت نه يوازې د سيالۍ په ډګر کې څرګندېږي، بلکې د انسانانو هڅونه هم ده. دی په چين کې د يو بهرني روزونکي په توګه هيله لري چې د زلزله ځپلو سيمو ماشمومان په سپورتي روحيې ډېر ښه پوه شي او په خپل ژوند او زده کړو کې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د چين د سه چوان ولايت زيات مشور سپورتي لوبغاړي له سختې زلزلې وروسته څو ځله زلزله ځپلو سيمو ته ورغلل او هلته يې له زده کوونکيو څخه د حال پوښتنه کړې ده. دوي د زده کوونکيو وهڅول چې په زده کړه کې کوښښ وکړي، په فعاله توګه په سپورتي لوبو کې ګډون وکړي او په خوشحالۍ سره ژوند وکړي.

سپورتي لوبغاړي ښاغلي ځو کای او ينګ جيان چې په جلا جلا توګه يې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د جمناستيک او د بادي بيړۍ په دوو پروګرامونو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي، د ميان يانګ ښار ميان يانګ ښوونځي ته ولاړل او زده

کوونکيو او ښوونکيو ته يې زياتې تخفې ورکړې. سپورتي لوبغاړي ځو کای په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

زه هيله لرم چې زه د دوي يوه نمونه وګرځم او د دوي وهڅوم.

د وګړيو سپورتي سيالي او لوبغاړي همېشه ډېر خوښېږي. خو که د سپورتي سياليو له کتنې او يا له ځينو لوبغاړيو سره د مينې له امله له ژوند څخه زيات خوند واخلي، نو دا به ښه وي. موږ هيله لرو چې د زلزله ځپلو سيمو ماشومان ژر د زلزله له سيوري څخه ځان خلاص کړي او له ژوند څخه زيات خوند واخلي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورت او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای