CRI Online

د چين د ښځينه واليبال ملي لوبډلې عمده روزونکی نوی شو.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:24:49

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په چين کې دښځينه واليبال ملي لوبډلې د عمده روزونکي څوکۍ تل زياته پاملرنه راجلبوي. ځکه چې ښځينه واليبال هغه ځانګړی پروګرام دی چې د اولمپيک لوبو په ډله ايزو پروګرامو کې د چين نسبتا پياوړی پروګرام او پخوا يې د اولمپيک په مسلسلو پنځو لوبو کې د ښځينه واليبال پروګرام پنځه طلايي مډالونه تر لاسه کړي دي. د بېجينګ اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته د چين د ښځينه واليبال ملي لوبډله د لنډن اولمپيک لوبو لپاره د چمتوالي مرحلې ته ننوتلي او د دغې لوبډلې عمده روزونکی هم نوی شوی دی. نو د چين د ښځينه واليبال ملي لوبډله به د دغه نوي عمده روزونکي په مشرۍ د يوې پياوړې لوبډلې په توګه خپل توان وساتي او که نه؟ د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

د چين د سپورټ چارو عمومي ادارې په منظورۍ د واليبال پروګرام مرکزي ادارې پرېګړه وکړه چې ښاغلی څای بين په راتلونکيو څلورو کلونو کې د چين د ښځينه واليبال ملي لوبډلې د عمده روزونکي په توګه وټاکل شي.

د زياتو چينايانو په شمول زياتره کسان د ښاغلی څای بين په اړه دومره زيات معلومات نه لري. نو ولې دومره يو ځوان روزونکی پر دغې مهمې څوکۍ کيني؟ د چين د سپورټ چارو عمومي ادارې د واليبال پروګرام مرکزي ادارې مشر ښاغلي شو لي په دې اړه څرګنده کړه

( دوهم اواز)

زما په أند ښاغلي څای بين ځانګړی غوره والی لري. تر هر څه لومړی که څه هم هغه ډېر ځوان ، خو اړوندې تجربې لري. يوه مهمه خبره دا ده چې ده په وروستيو څو کلونو کې د واليبال زياتې غوره ښځينه لوبغاړي وروزل او د ملي لوبډلې لپاره يې زيات خدمتونه تر سره کړل. برسېره پر دې، هغه د ملي لوبډلې له ټولو لوبغاړيو سره بلد دی.

په حقيقت کې ښاغلی څای بين په رښتيني توګه ځانګړی غوره والی لري چې که څه هم يوازې درې څلويښت کلن دی، خو د يو روزونکي په توګه زياتې اړوندې تجربې لري. هغه په ١٩٩٧ کال کې د شانګهای ښار د ښځينه واليبال لوبډلې د عمده روزونکي په توګه وټاکل شو او د ده په مشرۍ يادې شوې لوبډلې په مسلسلو څلورو کلونو کې د چين په هېواد کې د ښځينه واليبال په ملي سياليو کې د اتلوالۍ څوکۍ وساتله. له ١٩٩٩ کال وروسته نوموړي څو ځله د چين د ښځينه واليبال د ځوانې لوبډلې د عمده روزونکي دنده پر غاړه واخيستله. له دې امله چې د نوموړي په مشرۍ د چين د ښځينه واليبال ځوانې لوبډلې د اوږدې مودې لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د ښځينه واليبال له ځوانو لوبډلو سره سيالي کړې، نو د ښاغلي څای بين په أند ده د ښځينه واليبال په اړه له اوسني نړيوال حالت سره ډېر بلد شوی دی.

( درېيم اواز)

ما څو ځله له خپلو لوبغاړيو سره يو ځای د بېلا بېلو هېوادونو د ښځينه واليبال له ځوانو لوبډلو سره سيالي وکړه. نو ځکه د اوسنيو څو پياوړيو لوبډلو د راتلونکي پرمختګ په اړه زه ډېر بلد شوی يم.

له دې سره سره چې ښاغلی څای بين پر راتلونکي کار پوره باور لري، خو د چين د ښځينه واليبال د ملي لوبډلې عمده روزونکي څوکۍ ډېره مهمه او ځانګړې ده. دغه راز د واليبال پروګرام مرکزي اداره پلان لري چې د ده لپاره زيات تجربه لرونکي او غوره مرستيالان او سلاکاران وګماري، د بېلګې په توګه د چين د ښځينه واليبال د ملي لوبډلې پخوانی مرستيال روزونکي يو ژو مين او لای يا ون، څو چې د چين د ښځينه واليبال ملي لوبډله د يوې پياوړې لوبډلې په توګه خپل ځای وساتلای شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وي. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای