CRI Online

اوس په چين کې د بيسبال لوبه ډېره مروجه ده.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:25:08

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم! د اولمپيک د نړيوالې کمېټې له اړوندې پرېکړې سره سم په ٢٠٠٨ کال کې د اولمپيک له لوبو وروسته اوس د بيسبال لوبه د اولمپيک لوبو يوه رسمي برخه نه ګڼل کېږي. دا په ټوله نړۍ کې د بيسبال لوبې پر موروجولو يو دروند بريد دی. خو له اټکل نه د وتلو خبره دا ده چې د بېجېنګ له اولمپيک لوبو وروسته د بيسبال لوبه اوس په چين کې ډېره مروجه شوې ده. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د بيسبال لوبه د فوټبال او بېسکيټبال په پرتله د چينايانو دومره زياته پاملرنه نه جلبوي. د چين د بيسبال د ملي لوبډلې نتيجه هم د جنماسټيک او خېز اچولو د چيني لوبغاړيو په پرتله دومره ښه نه ده. دغه راز د زياتو وګړيو په اند، د بيسبال له لوبې سره د چينايانو مينه او علاقه به په بېجېنګ کې د اولمپيک له لوبو وروسته کمه شي او په دې سره به په چين کې د بيسبال لوبه هم کمزوری شي. خو له نيم کال وروسته اړوند حالت د وګړيو له اټکل نه وتلی ښکاري.

اوس مهال په چين کې د بيسبال د مسلکي لوبډلو شمېر د ٢٠٠٨ کال په پرتله کم نه دی. د چين د بيسبال لوبې ټولنې سرمنشي مېرمن شن وی داسي معلومات ورکړل چې د چين په ملي سپورټي لوبه کې د بيسبال لوبه لا هم يو رسمی پروګرام دی. نو ځکه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د بيسبال پروګرام د پرمختګ شوق او ذوق لا هم داسې ليدل کېږي. دې دغه خبره يو ځل بيا تکرار کړه دا به سم کار نه وي چې د بيسبال لوبډلې منحل شي.

( لومړی اواز)

ځکه چې د بيسبال لوبه يو ډله ييز پروګرام دی. که لوبډلې يې منحل شي، نو د دوي د بيا اعاده کېدل به دوباره ډېر ستونزمن وی.

په عمومي حالت کې د يو سپورټي پروګرام اغېزه بايد د فدرالي سياليو د تر سره کېدو له لارې خپره شي. په چين کې د بيسبال لوبې فدرالي سيالۍ شپږ کاله دوام درلود چې اوس يو زيات شمېر وفادار کتونکي لري. د چين ځينې خبري رسنۍ هم ورځ په ورځ د بيسبال لوبې ته زياته پاملرنه کوي. په همدې مهال د چين د بيسبال ملي لوبډله هم وتلې نتيجه لري. د بېلګې په توګه د روان کال په پسرلي کې د بيسبال په نړيواله کلاسيکه سيالۍ کې د چين ملي لوبډلې د يو په مقابل کې پر څلورو د چين د تای بۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه چې په نړۍ کې يې پنځم ځای ونيو.د مېرمن شن وی په اند، داسې څرګندېږي چې د بيسبال لوبه د چينايانو لپاره يوه ډېره مناسبه لوبه ده.

( دوهم اواز)

د بيسبال لوبه د چينايانو لپاره يوه ډېره مناسبه او ښه لوبه ده. دغه لوبه نه يوازې د لوبغاړيو مفردي تخنيکونو، بلکې هم د لوبغاړيو ترمنځ ډله ييزې روحيې ته اړتيا لري چې د ځوانانو او ماشومانو د روزنې لپاره ډېر ښه دی.

په چين کې د بيسبال لوبې د پرمختګ تر ټولو ستره دنده دا ده چې د ځوانانو او ماشومانو په منځ کې دغه لوبه مروجه شي. د چين د بيسبال لوبې ټولنه پلان لري چې د چين د محصلينو له سپورټي ټولنې سره په همکارۍ په بېلا بېلو منځنيو ښوونځيو او مکتبونو کې د بيسبال کورسونه جوړ کړي او د سياليو يو نظام وټاکي. دغه راز به دغې لوبې ته د زياتو ځوانانو او ماشومانو پاملرنه راجلب شي.

اوس مهال د چين څه دپاسه سل پوهنتونه د بيسبال لوبې خپلې لوبډلې لري چې څه دپاسه شپېته لوبډلې يې په رسمي توګه ثبت شوي دي. هر کال د محصلينو ترمنځ د بيسبال لوبې په فدرالي سياليو کې د ګډون کوونکيو شمېر زياتېږي. خو د لوبغالي شمېر د محدوديت له امله ټولې لوبډلې بايد لومړی په خپلو ښارونو کې د غوراوي په سياليو کې ښه پايله تر لاسه کړي، نو بيا په ملي فدرالي سياليو کې ګډون کولای شي.

که څه هم له اولمپيک لوبو څخه ګوښه کېدل به په چين کې د بيسبال لوبې په پرمختيايي لار کې خنډونه وا نه چوي، خو په اولمپيک لوبو کې ګډون د هر لوبغاړي يو ګډ خوب دی. اوس مهال د جاپان توکيو او د امريکا شيکاګو دواړه ښارونه په ٢٠١٦ کال کې د اولمپيک دوبنيو لوبو د کوربتوب حق د تر لاسه کولو لپاره سره سيالي کوي. د مېرمن شن وی په اند، که له يادو شويو دوو ښارونو څخه يو د اولمپيک لوبو کوربتوب حق تر لاسه کړي، نو په اولمپيک لوبو کې د بيسبال لوبې د بېرته راتګ امکانات به زيات شي.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکيو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای