CRI Online

د پولي بحران په حال کې په چين کې د F1 موټرو ځغلولو سيالي څنګه پرمختګ کوي؟

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:25:11

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. له وروستيو پنځو يا شپږو کلونو راهيسې د چين شانګهای ښار په داسي ښار بدل شوی چې له زياتو نړيوالو غوره سپورټي سياليو څخه ډک دی او د ډېرو نندارچيانو پاملرنه يې خپله کړې ده. هر کال په شانګهای ښار کې د ټېنس ATP د ماهرانو جام د اخيستلو سياليو، د F1 موټر ځغلولو نړيواله اتلواليو ، د موټر سيکلونو د ځغلولو اتلواليو او د سروزرو په نامه د اتلانتيک نړيوالو سياليو په شمول رنګا رنګ سترې او مهمې نړيوالې سپورټي سيالۍ تر سره کېږي. خو په ٢٠٠٩ کال کې به د ټېنس ATP د ماهرانو جام د اخيستلو سيالۍ د شانګهای ښار پر ځای د بريټانيا په لندن ښار کې تر سره شي او د موټر سايکلونو د ځغلولو اتلوالۍ د پړاو سيالۍ به په شانګهای ښار کې تر سره نشي. برسېره پر دې، د سياليو د تر سره کېدو په برخه کې د شانګهای ښار او د F1 اداري شرکت ترمنځ د همکارۍ قرارداد به تر ٢٠١٠ کال پورې د باور له مودې څخه ووځي. د F1 موټر ځغلولو نړيواله اټلوالي چې ډېر زيات لګښت ته اړتيا لري، د نړيوال پولي بحران په حال کې په شانګهای ښار کې څنګه راتلونکې لري او پرمختګ کوي؟ د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې د پاملرنې وړ مو وګرځئ!

( لومړی اواز)

ځينې کسان له F1 سياليو سره ډېره زياته مينه لري، خو ځينې کسان نور له دې سره بيا هېڅ علاقه نشي نه لري. له دې سره سره د F1 موټر ځغلولو نړيواله اتلوالي د شپږو کلونو لپاره په شانګهای کې تر سره کېږي چې د دغه ښار يوه نښه يې ګرځېدلې ده. خو تر ٢٠١٠ کال پورې به د شانګهای او د F1 اداري شرکت ترمنځ اړوند تړون له باور څخه ووځي، نو دا يوه حساسه مسئله ده چې د دوی ترمنځ همکارۍ ته دوام ورکړل شي که نه؟ د اداري شرکت مشر بيرني اېکليستون په دې اړه وويل چې اوس زيات ښارونه په تېره بيا اسيايي ښارونه غواړي د F1 موټر ځغلولو نړيواله اتلوالي تر سره کړي. خو هغه له شانګهای سره د همکارۍ په اړه څرګنده کړه

( دوهم اواز)

زه نه پوهېږم چې شانګهای ښار زموږ د همکارۍ په اړه څه فکر لري. د F1 سياليو د تر سره کېدو له امله شانګهای اوس په ټوله نړۍ کې زيات شهرت موندلی او د اولمپيک لوبو په شان يې چين ته ډېرې زياتې ګټې رسېدلي دي.

د F1 پړاو سياليو د تر سره کېدو لګښت په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ ډېر زيات توپيرونه ليدل کېږي. د ځينو خبري رسنيو د خبر له مخې، شانګهای ښار د F1 مرحله ييزو سياليو د کوربتوب حق د تر لاسه کولو لپاره هر کال د F1 اداري شرکت ته نژدې دېرش مليونه امريکايي ډالره ورکړي. اوس مهال د نړيوال اقتصاد په سخت حالت کې د دغه لګښت ټيټوالی د دواړو خواوو ترمنځ د ناندريو لامل ګرېځدلی.

په شانګهای کې د F1 پړاويزو سياليو تشکيلاتي کمېټې مشر ښاغلي جيانګ لان په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

ښاغلی بيرنی په اړوندو معلومات بلد نه دی. په حقيقت کې له وروستيو څو کلونو راهيسې موږ د F1 سياليو د تر سره کولو په ترڅ کې په رښتينې توګه له زياتو ستونزو سره مخامخ شوی يو. موږ تل له چيني بازار سره سم سوداګريز شرايط مومو.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس دواړه خواوې د اړيکيو په نيولو او په خبرو اترو بوخت دي. د ٢٠١٠ کال د دسمبر له يو دېرشمې نېټې مخکې هره ورځ شونتيا لري چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو پايله اعلان شي.

که څه هم د حل وړ زياتې مسئلې موجودې دي، خو په دې وروستيو شپږو کلونو کې د F1 مرحله ييزو سياليو د تر سره کېدو له امله دواړو خواوو ته زياتې ګټې ورسېدلې.

ښاغلي بيرنی خبريالانو ته خپله هيله وښودله او و يې ويل

( څلورم اواز)

موږ هيله لرو چې د F1 مرحله ييزې سيالۍ د چين د تاريخ د اوږدوالي په شان په دايمي توګه په شانګهای کې پاتې شي.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکيو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای