CRI Online

په چين کې د لنډ واټن يخ بازي مشهوره لوبغاړې اغلې يانګ يانګ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:25:14

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! اغلې يانګ يانګ په ٢٠٠٢ کال کې د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د پنځه سوه مترو او زر مترو په اوږدوالي پر کنګل د لوبې په ښځينه سياليو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په ٢٠٠٥ کال کې د اولمپيک لوبغاړيو د نړيوالې ټولنې په يوه کلنۍ غونډه کې چې په بېجينګ کې تر سره شوه، اغلې يانګ يانګ يو نوی لقب وګاټه. هغې په دغه غونډه کې په انګليسي ژبې يوه په زړه پورې وينا وکړه او ور پسې د اولمپيک ژمنيو لوبو چيني پېغلې په توګه وټاکل شوه. له لوبډلې څخه له وتلو وروسته په وروستيو څو کلونو کې اغلې يانګ يانګ نړيوالو ته خپله غوره بڼه وښودله. اوس مهال دا نه يوازې په چين کې د اولمپيک ژمنيو لوبو لومړې اتله ده، بلکې هم په مثبته توګه په بېلا بېلو نړيوالو سپورتي چارو کې ګډون وکړي او په اړوندو سازمانونو کې زياتې دندې اخلي. اغلې يانګ يانګ له يوې بريالي لوبغاړې څخه په يوې سپورتي اداره کوونکې بدله شوې ده. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې له ما سره د پروګرام تر پايه پاتې شئ!

اغلې يانګ يانګ د خپل اوسنی حالت په اړه ډېره رضامنده ده. دا وايي:

( لومړی اواز)

د هر چا لپاره د خپل اوسني حالت وړاندوينه ناشونی کار دی او اوس مهال د پخواني وضعې يادونه هم اړينه نه ده، احساس کوم چې ژوند مې ډاډمن دی.

اغلې يانګ يانګ د خپل زيات غوره والي له امله برياليتوب تر لاسه کړ. هغه په ١٩٧٥ کال کې زېږېدلی چې اوس څلور دېرش کلنه ده، ډېره ځوانه ده. په ٢٠٠٢ کال کې هغه د چينګهوا پوهنتون له خوا ومنل شوه چې په چين کې تر ټولو مشهور او غوره پوهنتون دی او اوس مهال د دغه پوهنتون د اقتصادي ادارې په څانګه کې زده کړه کوي. له دې امله چې هغې په امريکا کې ژوند کړی، نو په انګليسي ژبې ډېر ښه غږېدلی شي. د دې تر څنګ هغه په دې اړه لوی لاس لري چې د يوې لوبغاړې په توګه د ژوند په ترڅ کې راغونډې شوې تجربې په اوسني ژوند کې وکاروي.

اغلې يانګ يانګ اوس د سپورتي ادارې په نوې ساحه کې د پخوا په شان کوښښ کوي او زيار باسي. هغه په ١٩٩٩ کال کې د لومړي ځل لپاره د يخ بازي د لوبغاړيو په نړيواله ټولنه کې شامل شوه. په هغه وخت کې هغه په دې پوه نه شوه چې څنګه وړانديز وکړي او په انګليسي ژبې هم ښه نشی غږېدلی. خو له لسو کلونو وروسته اوس مهال هغه د اولمپيک نړيوالې کمېټې د ښځو او سپورټ په کميسيون کې په اسانه او دقيقه توګه خپله دنده او کارونه بيانولای شي.

( دوهم اواز)

د ياد شوې کميسيون دنده په ټولنه کې د ښځو د برخه اخيستنې لپاره د زياتو سپورتي چارو تر سره کېدل دي. د بېلګې په توګه د دوحا ښاروالي له خوا د اسيا د سپورتي لوبو د کوربتوب حق د تر لاسه کولو پر وخت کې موږ وړانديز وکړ چې په دغو سپورتي لوبو کې زيات ښځينه پروګرامونه تر سره شي، ځکه چې د دوي په سيمه کې په سپورتي چارو کې د ښځو د ګډون فرصتونه ډېر کم دي. دغه راز د دوحا ښاروالي زموږ وړانديز ومانه.

د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې دوبنۍ لوبې په بېجينګ کې تر سره شوې. اغلې يانګ د يوې ډېرې مشهورې چيني لوبغاړې په توګه په مثبته توګه د دغو سپورتي لوبو په چمتوالي کې برخه واخيستله. خو پر همدې مهال اغلې يانګ يانګ د اولمپيک په نړيواله ټولنه کې خپله دنده له ياده نه ده وتلې. هغه وايي:

( درېيم اواز)

په هغه وخت کې ما د اولمپيک نړيوالې ټولنې ته د ښځينه او نارينه داوطلبانو د توازن تر سرليک لاندې يو رپوټ وړاندې کړ. ځکه چې داوطلبان د اولمپيک لوبو لپاره ډېر زيات خدمتونه تر سره کولای شي. زما په دغه رپوټ کې ويل شوي چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د داوطلبانو په منځ کې د ښځو شمېر د سړو په پرتله زيات دی او زياتره يې د اولمپيک په کلي، هوټلونو او د ژبو ژباړلو په څانګه کې کار کاوه.

په ٢٠٠٩ کال کې به د اولمپيک په نړيواله کمېټه کې د چين يو غړی تقاعد شي، نو يو نوی چينی غړی بايد زيات شي. اغلې يانګ يانګ وايي چې هغه به د دې لپاره کوښښ وکړي. د پروګرام په پای کې موږ هم هيله څرګندوو چې اغلې يانګ يانګ به لا ستر برياليتوب تر لاسه کړي.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای