CRI Online

د MMA په ډګر کې د چين مشهوره لوبغاړې پېغله تانګ جين

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:20

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د وو شو يو ډول مجموعی لوبه چې په انګليسي ژبه د MMAپه نامه يادېږي او د سوک وهلو، غېږ نيولو، جودو او تکواندو په ګډون هر ډول حرکت په کې کارول کېږي. دغه نوې او په زړه پورې لوبه د نندارې، سيالۍ او ساعتېرۍ بڼه لري او ډول ډول لوبغاړی خپل مهارتونه په کامل او بشپړ ډول ښودلای شي. په وروستيو کلونو کې په چين کې چې د وو شو لوبې سرچينه ده، د MMAزيات شمېر اتل لوبغاړي رامنځته شوي دي. که څه هم د وو شو په ډګر کې نارينه لوبغاړي عمده رول لوبوي، خو يو شمېر ښځينه لوبغاړې هم نندارچيانو ته خپل مهارتونه ښيي. پېغله تانګ جين له دوی څخه يوه غښتلې او تکړه لوبغاړې ده چې پخوا يې د اګاهانه بوکس وهونکې وه. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې له ما سره د پروګرام تر پايه پورې پاتې شئ!

څلورويشت کلنه تانګ جين نه يوازې ډېره ټکړه ده، بلکې ښايسته بڼه لري چې د ښکلي بکس وهونکې په نامه يادېږي. د شپېته کيلوګرامو په کچه د MMAپه سياليو کې د دې د بري موندلو انډول په سلو کې اووه شپېته ته رسېږي او د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې هغه دوه کاله وړاندې تازه د دغې لوبې په مسلکي او ځانګړي تمرينونو پيل کړی دی.

په ورځني ژوند کې د پېغلې تانګ جين د مسلکي بکس وهونکې په څېر نه ده ځکه چې ونه يې جګه ده، څېره يې ښکلې ده او د کوم شرکت د يوې ښځينه کارکوونکې په شان ده. خو دا د بکس په ډګر کې يوه ډېره غښتلې او تکړه لوبغاړې ده. د دې په وينا دا له ماشومتوب نه له وو شو سره زياته مينه درلوده او پر يو مسلکي بکس وهونکي ګرځېدل تل د دې يوه ستره هيله ده. دا وايي:

( لومړی اواز)

پر يو مسلکي بکس وهونکي ګرځېدل زما په ماشومتوب کې يوه ستره هيله وه. د هغه وخت په خوب کې ما کله کله يوه بکس وهونکی وی.

د ماشومتوب پر وخت تانګ جين د سپورټ په برخه کې دومره غښتلې نه وه چې د نورو ماشومانو په شان هره ورځ په ښوونځي کې زده کړه کوله. د منځني ښوونځي له فارغېدو وروسته هغه له خپلې خور سره يو ځای بېجينګ ته راغلې ده. د پېغلې تانګ جين په زياتو کوښښونو سره په بېجينګ کې د اګاهانه بکس يو ډېر مشهور ښوونکی وموند چې نوم يې ليو پو لې. د يادونې وړ خبره دا ده چې ښوونکی ليو پو لې د بېجينګ ښار د اګاهانه بکس د څېړنيزې ټولنې مرستيال دی او د اګاهانه بکس په ډګر کې ډېر زيات شهورت لري. پېغلې تانګ جين د ياد شوي مشهور ښوونکي په مرستې د بکس خپلو مهارتونو ته ژر پرمختګ ورکړی دی. په ٢٠٠٨ کال کې پېغله تانګ جين د يوې رسمي بکس وهونکې په توګه په بېجينګ ښار کې د بکس د يو مشهور کلب له خوا ومنل شوه.

تر دې وروسته پېغلې تانګ جين له زياتو مسلکي بکس وهونکو سره په سياليو پيل وکړ. هغې په دې اړه په ډاګه کړی

( دوهم اواز)

زه هر ځل د بکس ډګر ته له ننوتلو مخکې لږ څه هيجانی احساس لرم خو نه ويرېږم. د سيالۍ له پيل وروسته زما په سترګو کې يوازې سيالان دي.

پېغله تانګ جين د خپل ټينګ هوډ او ځاني باور له امله د بکس وهولو په ښځينه ډګر کې ژر شهرت وموندل. خو شونتيا نشته چې هر کس په هره سيالي کې بری مومي. د MMA په يوه مهمه سيالي کې پېغلې تانګ جين په پوره توګه ماتې وخوړله او د بکس له ډګر څخه د وتلو پر وخت يې وژړله. دا په دې اړه وايي:

( درېيم اواز)

ويل کېږي چې هر کس د ناکامۍ نه خوښېږي. خو دغه ځل ما ماتې وخوړله چې ښايي د راتلونکي بري يوه پيلامه وی. که څه هم په هغه وخت کې زه ډېره خپه شوم، خو لا هم مې د سيالۍ په ترڅ کې زياتې تجربې راغونډې کړې. زه به د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره لا کوښښ وکړم.

د نورو ځوانو پېغلو په شان تانګ جين د شيانو اخيستلو او نڅاوو ډېر خوښېږي. خو دا اوس ډېره بوخته ده چې د ساعتېرۍ وخت نشی موندلی. هغه هره ورځ د اوو ساعتو لپاره تمرين کوي او په نورو وختونو کې کله کله د تاريخ کتابونه او شعرونه لولي.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای